ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې یو تن د «خیالي ملا امامانو» د شتون ادعا لري

په سمنګان کې یو تن د «خیالي ملا امامانو» د شتون ادعا لري

author avatar
5 Jan 2020 - 19:47
په سمنګان کې یو تن د «خیالي ملا امامانو» د شتون ادعا لري
author avatar
5 Jan 2020 - 19:47

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومى ۹۸): د سمنګانو د حج او اوقافو مخکينی آمر ادعا کوي چې د «خیالي ملا امامانو» په اړه د شکایت له ثبتولو وروسته د بست په تنزیل اروزګان ته تبدیل شوی، خو د سیمې یوشمېر چارواکې بیا دا داعا بې بنسټه بولي.

د سمنګان د حج او اوقافو پخوانی آمر سید محمد عارف وزین له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا وکړه چې نوموړي د یاد ولایت په مختلفو سیمو کې ۱۱ «خیالي ملاامامان» پېژندلي دي.

ده زياته کړه، له دغه لسو تنو عبدالرقیب د سمنګان د مرکز د اقتمشق لرغان د کلي اوسېدونکی د همدغه کلي د امامت له تنخوا څخه او بازمحمد د دغه ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د مقصود کلي اوسېدونکی د همدغه کلي د امامت له تنخوا څخه په داسې حال کې ګټه اخلي چې په عمل کې  ددغو کليو امامت پر غاړه نه لري.

همدارنګه هغه ادعا کوي چې اته نور کسان محمد اصف، سميع الله، سیف الرحمن، بشیرالحق، خیرالله، عبدالوکیل، نورمحمد او بازمحمد هغه کسان دي چې امامت نه لري، خو د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه د خپل امامت معاش ترلاسه کوي.

هغه وایي، له یادو  لسو کسانو څخه هر یو یې د میاشتې ۹۵۰۰ افغانۍ د امامت له څلورم بست څخه ترلاسه کوي.

نوموړي وویل، دا موضوع یې په لیکلې بڼه د حج او اوقافو له ریاست سره شریکه کړه، خو د دې پرځای چې وهڅول او وستایل شي، اړوندو چارواکو نوموړی د بست په تنزیل سره د اروزګان د حج او اوقاف ریاست د احتساب د عمومي مدیر په توګه اروزګان ولایت ته تبدیل کړی دى.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې تراوسه اروزګان ته نه دی تللی، زیاته کړه چې د خیالي امامانو د موضوع په تړاو دوه تنه (بازمحمد او عبدالرقیب) څارنوالۍ ته راجع شوي، خو د ۸ نورو قضیې تراوسه نه دي رسمي شوي.

نوموړي یو وېډیویي کليپ هم پژواک ته ورکړی دی.

په دې انځوریزه وېډیو کې لیدل کېږي چې یو تن خپل ځان عبدالرقیب معرفي کوي او وایي چې له یوه نیم کال راهیسې د ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه د میاشتې ۹۵۰۰ د امامت تنخوا اخلي.

د سمنګان د استيناف څانوالۍ د څېړنې ریاست څارنوال حکمت الله رسولي تاییدوي چې د دوو تنو خیالي ملا امامانو (login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.