ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل له نظامي روزنیز مرکزه نږدې ۱۱۰۰ کسان فارغ شول

د کابل له نظامي روزنیز مرکزه نږدې ۱۱۰۰ کسان فارغ شول

author avatar
5 Jan 2020 - 16:17
د کابل له نظامي روزنیز مرکزه نږدې ۱۱۰۰ کسان فارغ شول
author avatar
5 Jan 2020 - 16:17

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۸): د کابل له نظامي روزنیز مرکزه د ۴۹ ښځو په ګډون نږدې ۱۱۰۰  افسران، بریدملان او سرتېري فارغ شول.

نن په یاد روزنیز مرکز کې په دې اړه د فراغت ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

د کابل د نظامي مرکز سرپرست قوماندان ډګروال روح الله شېرزي په دغو مراسمو کې وویل، د نظامي قطعاتو د لا مسلکیتوب او د هېواد د بچیانو د نظامي روزنې په برخه کې له هېڅ هڅې درېغ نه کوي.

هغه وویل په هغو کسانو کې چې نن له درې میاشتنۍ زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول، څه باندې زر سرتېري او پاتې نور بریدملان او افسران دي چې ۴۹ یې ښځې دي.

د ملي اردو د ښوونې او روزنې څانګې قوماندان ډګر جنرال پاینده محمد ناظم وویل چې د ښوونې او روزنې ټول مرکزونه د ملي اردو د پرمختللې کولو لپاره کار کوي.

مېرمنې روزین چې د پوځي زده کړو له یاد درې میاشتني دورې فارغه شوي، وایي: "درې میاشتې کېږي چې دلته موږ تاکتیکي درسونه لکه د اېم څلوېښت، اېم شانزده او نورو وسلو کارول زده کړل، عقیدتي درسونه مو ولوستل او چمتو یو چې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د دښمنانو پر وړاندې وجنګیږو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.