کابل(پژواک،۱۵مرغومى۹۸):د کابل پوليسو د تښتوونکو له منګولو د يوه درې کلن ماشوم د خلاصولو خبر ورکړ او په دې تړاو دوه کسان نيول شوي دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس وايي چې دغه ماشوم يې د اوومې حوزې اړوند له جنګلک سيمې څخه تښتولى و.
د نوموړي په خبره، چې بالاخره پوليسو نن يکشنبه د دوو عملياتو په ترڅ کې ياد ماشوم د تښتوونکو له منګولو روغ خلاص او کورنۍ ته يې وسپاره .
دده په وينا، په دې تړاو يو سړى او يوه ښځه هم نيول شوي او څېړنې ترې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په کابل کې جرمي پېښې لکه قتل، غلاوې او نور زياتې شوې او کابل ښاريان يې اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن