ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي

غني: د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي

author avatar
5 Jan 2020 - 18:28
غني: د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي
author avatar
5 Jan 2020 - 18:28

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني د ايران ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه کارول کېږي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د ټيلېفون پر لیکه د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، غني هغه ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي.

سرچينه کاږي، اشرف غني د ایران جمهور رئیس او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.

دغه ټيلېفوني اړيکه په داسې حال کې نيول کېږي چې د ايران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سليماني دوه ورځې مخکې (د جمعې په ورځ) د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې له پنځو نورو کسانو سره یو ځای د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

د نوموړي وژنه، ځينو افغان سیاسي ګوندونو او سیاستوالو غندلې او نوموړي ته یې د «شهید» خطاب کړی دی، خو افغان حکومت په احتیاطي ډول بيا له امریکا او ایران څخه غوښتي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم د ايران سفير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ بهرني هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.