کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني د ايران ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه کارول کېږي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د ټيلېفون پر لیکه د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، غني هغه ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي.
سرچينه کاږي، اشرف غني د ایران جمهور رئیس او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.
دغه ټيلېفوني اړيکه په داسې حال کې نيول کېږي چې د ايران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سليماني دوه ورځې مخکې (د جمعې په ورځ) د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې له پنځو نورو کسانو سره یو ځای د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.
د نوموړي وژنه، ځينو افغان سیاسي ګوندونو او سیاستوالو غندلې او نوموړي ته یې د «شهید» خطاب کړی دی، خو افغان حکومت په احتیاطي ډول بيا له امریکا او ایران څخه غوښتي چې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم د ايران سفير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ بهرني هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن