ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: د پلخمري د قهوه خانې سړک چارې غیر معیاري دي

ولايتي شورا: د پلخمري د قهوه خانې سړک چارې غیر معیاري دي

author avatar
5 Jan 2020 - 12:09
ولايتي شورا: د پلخمري د قهوه خانې سړک چارې غیر معیاري دي
author avatar
5 Jan 2020 - 12:09

پلخمری (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۸): د بغلان ولایتي شورا د پرمختيايي پروژو د څار کمېټې غړي وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د قهوه خانې بڼ سړک چارې په معياري ډول نه جوړېږي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش د مرغومي په  ۱۵مه له یادې پروژې د لیدنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سړک په لومړۍ برخه کې اچول شوي مواد ۷۰ سلنه خاوره او بې کيفیته مواد دي.

عطاش وايي: ((پر سړک اچول شوي مواد جغل نه، بلکې ۷۰  سلنه بې کیفیته د غره تېږي او خاوره ده چې  باید له قراردادي شرکت او اړوندو مسوولینو یې پوښتنه وشي.))

ده زياته کړه چې د دغه سړک قرارداد په ١٥ ميليونه افغانيو ورکړل شوى خو چارې يې رڼې نه دي او د فساد امکان په کې شته دى.

ده وويل: ((له ښارواله غواړم چې دغه پیسې د دې پر ځای چې دلته بې ګټې مصرفوي، په بل مناسب ځای کې دې کار ترې واخلي.))

د ولایتي شورا بل غړی محمد حنیف کهګدای وايي چې  له دغه ډول بې کیفیته سړک جوړولو خو هغه پخوانی سړک ډېر معیاري و.

ده زياته کړه: ((اړتیا څه ده چې سم سړک یې  وران کړ او پر ځای یې بې کیفته سړک جوړولو چارې پیل کړې.))

د يادو څرګندونو په غبرګون د پلخمري ښاروال نظام الدین حمیدي بيا د ولايتي شورا د غړو ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې د قهوه خانې سړک له تړون سره سم په معياري ډول جوړېږي.

هغه وويل: ((وکیلان به هر څه وايي ماته د سړک په تخنیکي چارو پوه کس نیوکې او نظر د منلو دی، نا مسلکي ادعاوې راته هېڅ ارزښت نه لري.))

ښاروال د یاد سړک جوړولو چارې رڼې او په کې کارول شوي مواد مناسب بولي او زیاتوي د سړک په کښته برخه کې کارول شوي مواد د غره تیږي او هغه خاوره ده چې باید د سړک په دغه برخه کې ترې کار واخیستل شي.

خو په دې پروژه کې یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي چې د سړک د کندو ډکولو په موخه د غره د تېږو او خاورو ترڅنګ له کثافاتو هم کار اخيستل شوى دى.

د يادې پروژې مسوولينو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.