د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په خاکرېز کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه ډله ییز برید پای ته ورسېد

په خاکرېز کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه ډله ییز برید پای ته ورسېد

Jan 05, 2020 - 12:24

کندهار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۸): د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه ډله ییز برید پای ته ورسېد چې په کې دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

نن سهار شاوخوا لس بجې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ په شرغې سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې قرار ګاه د کاماز موټر په وسیله چاودنه وکړه او وروسته یې ډله ییز برید پیل کړ.

چارواکي وايي، د دواړو لورو ترمنځ جګړه تر مازدیګره روانه وه چې اوس پای ته رسېدلې ده.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو نن سهار لومړی د خاکرېز ولسوالۍ د شرغې پر امنیتي قرارګاه د موټر بم برید هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو موخې ته تر رسېدو مخکې ورباندې ډزې وکړې او چاودنه یې وکړه.

هغه زیاتوي، وروسته نورو وسله والو پر دغې قرار ګاه ډله ییز بریدونه پيل کړل چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او د هغوی برید یې په شا تمبولی دى.

دی وايي، په دې جګړه کې چې تر مازدیګره روانه وه، ۹ وسله وال وژلي او ۶ تنه نور یې ټپيان کړي دي، دغه راز د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

امینه قوماندان وویل، سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي، وضعیت عادي شوی او چاڼیز عملیات پيل شوي دي.

خو یوه امنیتي سرچینه بیا په دې برید کې د ۱۰ افغان سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي چې پولیس او د ملي اردو سرتېري هم په کې شامل دي.

بل خوا وسله وال طالبان وايي چې په موټر بم چاودنه او جګړه کې یې لسګونه سرتېري وژلي دي.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې د خاکرېز ولسوالۍ د شرغې دوراهي پر قرارګاه یې د کاماز موټر په وسیله برید کړی چې ډېره اندازه چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځا شوي وو.

دی زیاتوي، د چاودنې له امله قرارګاه ویجاړه شوې، په کې مېشت ټول سرتېري وژل شوي او پاتې ۲ تنه يې ژوندي نیولي دي.

دغه راز هغه ادعا کوي چې د قرارګاه دننه وسایط هم ویجاړ شوي او یوه اندازه وسلې یې نیولې دي.

خو امنیتي چارواکي دا ادعاوې ردوي.

په خاکرېز ولسوالۍ کې دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې دغلته د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات روان وو چې د چارواکو په وینا، وسله وال یې په کې سخت ځپلي وو.

خاکرېز ولسوالي د کندهار ښار په شمال کې د ٦٠ کيلو متره په واټن پرته ده او دغې ولسوالۍ ته غځېدلى سړک خام دى چې د وروستیو عملیاتو په پایله کې دغه لار د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement