د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سمنګان کې یو تن د «خیالي ملا امامانو» د شتون ادعا لري

په سمنګان کې یو تن د «خیالي ملا امامانو» د شتون ادعا لري

Jan 05, 2020 - 19:47

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومى ۹۸): د سمنګانو د حج او اوقافو مخکينی آمر ادعا کوي چې د «خیالي ملا امامانو» په اړه د شکایت له ثبتولو وروسته د بست په تنزیل اروزګان ته تبدیل شوی، خو د سیمې یوشمېر چارواکې بیا دا داعا بې بنسټه بولي.

د سمنګان د حج او اوقافو پخوانی آمر سید محمد عارف وزین له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا وکړه چې نوموړي د یاد ولایت په مختلفو سیمو کې ۱۱ «خیالي ملاامامان» پېژندلي دي.

ده زياته کړه، له دغه لسو تنو عبدالرقیب د سمنګان د مرکز د اقتمشق لرغان د کلي اوسېدونکی د همدغه کلي د امامت له تنخوا څخه او بازمحمد د دغه ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د مقصود کلي اوسېدونکی د همدغه کلي د امامت له تنخوا څخه په داسې حال کې ګټه اخلي چې په عمل کې  ددغو کليو امامت پر غاړه نه لري.

همدارنګه هغه ادعا کوي چې اته نور کسان محمد اصف، سميع الله، سیف الرحمن، بشیرالحق، خیرالله، عبدالوکیل، نورمحمد او بازمحمد هغه کسان دي چې امامت نه لري، خو د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه د خپل امامت معاش ترلاسه کوي.

هغه وایي، له یادو  لسو کسانو څخه هر یو یې د میاشتې ۹۵۰۰ افغانۍ د امامت له څلورم بست څخه ترلاسه کوي.

نوموړي وویل، دا موضوع یې په لیکلې بڼه د حج او اوقافو له ریاست سره شریکه کړه، خو د دې پرځای چې وهڅول او وستایل شي، اړوندو چارواکو نوموړی د بست په تنزیل سره د اروزګان د حج او اوقاف ریاست د احتساب د عمومي مدیر په توګه اروزګان ولایت ته تبدیل کړی دى.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې تراوسه اروزګان ته نه دی تللی، زیاته کړه چې د خیالي امامانو د موضوع په تړاو دوه تنه (بازمحمد او عبدالرقیب) څارنوالۍ ته راجع شوي، خو د ۸ نورو قضیې تراوسه نه دي رسمي شوي.

نوموړي یو وېډیویي کليپ هم پژواک ته ورکړی دی.

په دې انځوریزه وېډیو کې لیدل کېږي چې یو تن خپل ځان عبدالرقیب معرفي کوي او وایي چې له یوه نیم کال راهیسې د ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه د میاشتې ۹۵۰۰ د امامت تنخوا اخلي.

د سمنګان د استيناف څانوالۍ د څېړنې ریاست څارنوال حکمت الله رسولي تاییدوي چې د دوو تنو خیالي ملا امامانو (بازمحمد او عبدالرقیب) قضیې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له خوا یادې څارنوالۍ ته رسېدلې او تر څېړنې لاندې دي.

خو یوشمېر سرچینې دا ادعا ردوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري پژواک خبري اژانس ته وویل چې څه موده وړاندې د سمنګان د حج او اوقافو په ګډون د دغه ولایت د څو نورو ادارو کارکوونکي بایومټیرک شول او د یاد ولایت په دولتي ادارو کې د خیالي کارکوونکو کچه راټیټه شوې ده.

نوموړي د محمد عارف وزین د ادعا په اړه وویل: «فکر نه کوم چې د حج او اوقافو د آمر ادعا تر ډېره بریده حقیقت ولري، هغه اوس تبدیل شوی او په دغه ولایت کې نه وي.»

د حج او اوقافو وزارت سرپرست ویاند فضل محمد حسیني هم د محمد عارف وزین اعاوې ردوي.

حسیني وایي، یوه میاشت وړاندې دغه ولایت ته د کلنۍ څېړنې لپاره استازي سفر وکړ چې د خلکو او د دغه ولایت د عالمانو شورا له شکایت وروسته یې محمد عارف وزین په تادیبي ډول اروزګان ولایت ته تبدیل کړی دی.

د نوموړي په وینا، محمد عارف وزین تېر کال هم د نورو دولتي ادارو په کارونو کې د وزارت د طرزالعمل خلاف لاسوهنو او خلکو د شکایت له امله له بلخ ولایت څخه سمنګان ولایت ته تبدیل شوی و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement