تالقان (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٨): د تخار په مرکز تالقان ښار کې د ١٤٢ ميليونه افغانيو په لګښت يو پول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه پول د پرانيستو په مراسمو کې چې نن (د مرغومي ١٥مه) نیول شوي وو، د تخار ولايت د کليو پراختيا رييس صبغت الله احمدي وويل چې دغه پول دوه سوه متره اوږدوالى او شپږ متره سور لري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد پول د تالقانو ښار د نهر چمن په سيمه کې جوړ شوى چې د تخار او بدخشان ولايتونو ترمنځ د لارې واټن هم اووه کيلومتره لنډوي.
دغه راز د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک ته وويل، دغه پول د کليو پراختيا وزارت له خوا جوړ شوى چې ٤٠ لوى کلي يې د تالقانو له ښار سره وصل کړي دي.
همدارنګه د نهر چمن سيمې اوسېدونکي قاسم پژواک ته وويل چې پخوا دوى عمومي لار نه درلوده او په ډېرو ستونزو به يې تالقان ښار ته تګ راتګ کاوه خو زياتوي چې د دغه پول په جوړېدو سره يې دغه ستونزه حل شوې ده.
دغه راز د بدخشان اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د دغه پول له جوړېدو مخکې دوى خپل ولايت ته د تګ پر مهال اړ وو چې د تالقانو ښار له منځه تېر شي خو زياتوي چې اوس يې دغه ستونزه هواره شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن