ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل او اروزګان کې د چتونو لوېدو له امله ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل او اروزګان کې د چتونو لوېدو له امله ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Jan 2020 - 16:29
زابل او اروزګان کې د چتونو لوېدو له امله ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Jan 2020 - 16:29

ترينکوټ (پژواک، ۱۶ مرغومى ۹۸): په اروزګان او زابل ولايتونوکې د ورښتونو پر مهال د کورونو د چتونو لوېدو له امله درې کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.

د اروزګان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشرعصمت الله فيض د مرغومي په ١٦مه، پژواک اژانس ته وويل، نن سهار د مرکز ترینکوټ په خيروکاریز سيمه کې له دوو ورځنيو ورښتونو وروسته د يوه کور چت لوېدلى دى.

هغه زياته کړه،په دې پېښه کې يوه مور له خپلو څلورو ماشومانو سره ټپي شوې چې دوه يې هلکان او دوه نجونې دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د اروزګان د ملکي روغتون نوکریوال ډاکتر د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته ویلي چې نن ورته پنځه ټپیان راوړل شوي  او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د يو بل خبر له مخې، د زابل ولايت د مرکز کلات ښار د رساله په کلي کې هم د يوه کور چت  لوېدلى دى.

ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه ښځې او يو ماشوم مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د لومړۍ امنیتي حوزې پوليس د پېښې ځای ته ور رسېدلي، د یو شمېر کسانو ژوند یې ژغورلی او ټپیان یې ولایتي روغتون لېږدولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.