ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ناوې- ګرمسېر لاره له څلورو کلونو وروسته بېرته خلاصه شوه

هلمند کې د ناوې- ګرمسېر لاره له څلورو کلونو وروسته بېرته خلاصه شوه

author avatar
6 Jan 2020 - 15:12
هلمند کې د ناوې- ګرمسېر لاره له څلورو کلونو وروسته بېرته خلاصه شوه
author avatar
6 Jan 2020 - 15:12

لښکرګاه (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٨): د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې له څلورو کلونو وروسته د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې د ناوې او ګرمسېر ولسواليو ترمنځ تړل شوې لويه لار بېرته پرانيستل شوه.

د ناوې ولسوال فضل باري فياض د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ناوې- ګرمسېر لويه لار د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وه.

هغه وايي، دغه لويه لار ٢٥ کيلومتره اوږدوالى لري چې د خلاصون په موخه يې افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې عمليات پيل کړي وو او تېره شپه پاى ته ورسيدل.

د نوموړي په وينا، د دې لارې په اوږدو کې د سرخ دوز سيمې په نيولو سره افغان ځواکونو وکولاى شول له څلورو کلونو وروسته يو ځل بيا د ناوې- ګرمسېر لويه لار د خلکو پر مخ پرانيزي.

همدارنګه د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالروف فيضي وويل چې د سرخ دوز سيمې په نيول کېدو سره له څلورو کلونو وروسته د دې ولسوالۍ لويه لار د خلکو پر مخ پرانيستل شوه.

هغه وايي: ((د دې سيمې په نيول کېدو سره موږ ته چانس پيدا شو څو نورې سيمې هم له طالبانو ونيسو.))

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمد رحيم نورزي پژواک ته وويل، سرخ دوز يوه ستراتيژيکه سيمه ده چې ناوه، ګرمسېر او دواير پوځي اډه سره نښلوي.

د نوموړي په وينا، افغان ځواکونو د يادې لارې په اوږدو کې پوستې جوړې کړې چې ورسره به دغه سيمه د تل لپاره امنيت شي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي باز محمد پژواک ته وويل چې له څلورو کلونو وروسته د دوى عمومي لار پرانيستل شوې ده.

هغه وويل: ((سره له دې چې موږ د امنيت ټينګښت ته ضرورت لرو، په تېرو څلورو کلونو کې موږ له هر څه لرې وو، اوس بايد موږ ته امکانات پيدا شي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر تولو ناامن ولايت دى چې د شپږو ولسواليو بشپړ او د ځينو نورو سيمو کنټرول يې د وسله والو طالبانو په لاس کې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.