د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسوال: د دامان ولسوالۍ د کروندګرو ستره ستونزه د اوبو کمښت دى

ولسوال: د دامان ولسوالۍ د کروندګرو ستره ستونزه د اوبو کمښت دى

Jan 06, 2020 - 17:27

کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۸): د کندهار د دامان ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې دې د کرنې د ودې په موخه د اوبو د سرچینو پر ډېرولو کار وشي.

د دامان ولسوال حاجي ښادي خان نوري له پژوک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، دغه ولسوالۍ چې کندهار ښار ته نږدې پرته ده د تېرو کلونو وچکالیو ځپلې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په کرنه بوخت دي، خو د اوبو کمښت یې جدي ستونزه ده.

دی وايي، دامان د کندهار له هغو ولسواليو څخه ده چې ډېر کلونه پخوا په کې د کوکنارو کرکیله صفر شوې او ډېرو خلکو د نورو توکو تر څنګ د زعفرانو کرلو ته مخه کړې چې حاصلات یې ښه شهرت هم لري.

نوموړی تمه ښيي چې د روان ژمي له اورښتونو سره د کال ابادۍ او د اوبو ډېرېدا ته هيلې پیدا شوې دي.

خو نوموړی له مرکزي ادارې څخه په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت د پوره کولو په برخه کې د بنسټیزو کارونو غوښتنه کوي.

ده وویل، د ارغستان او ترنک رودونه له همدې ولسوالۍ تېرېږي چې ۱۲ لویې ویالې ورڅخه جلا شوي او خلک له دغو اوبو د خپلو کروندو او باغونو د اوبولو کار اخلي.

خو ولسوال وايي چې د دغو ویالو سربندونه باید په پاخه او بنسټیزه توګه جوړ شي څو د اوبو وېش او رسېدل منظم شي.

نوري خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې په دې ولسوالۍ کې د باران اوبو د زېرمه کولو په موخه د یوه چیک ډیم او د ترنګ او ارغستان په رودونو کې د دوو استنادي دېوالونو جوړول تر کار لاندې دي چې د خلکو لپاره ښه زېری دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د دې ولسوالۍ د دوولسو کارېزونو د پاکولو چارې هم روانې دي چې د اوبو په ډېرښت کې به مهم رول ولري.

د دامان ولسوال زیاته کړه، غنم، زعفران، پسته، هندواڼې، خټکي، انګور او انار د دې ولسوالۍ مهم پيداوار دي چې د اوبو له ډېرښت سره به د دغو توکو حاصلات نور هم ډېر شي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې د دغې ولسوالۍ د اقتصادي ودې په موخه دې د ولسوالۍ له مرکز څخه تر اعظم کلا سیمې پورې غځېدلی شاوخوا ۳۰ کیلومتره سړک هم جوړ شي.

ولسوال د دغې ولسوالۍ د پوهنې د وضعیت په اړه وویل چې په دې ولسوالۍ کې ۲۰ ښوونځي شته چې ټول پرانیستي دي.

نوري وویل، په دغو ښوونځیو کې څه له پاسه ۷ زره تنه زده کوونکي زده کړې کوي چې ۱۴۰۰ تنې یې نجونې دي.

د ده په خبره، دامان د کندهار له هغو ولسوالیو څخه ده چې تر دوولسم ټولګي پورې په کې نجونې زده کړې کوي.

د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې نجونې یوازې تر منځنۍ دورې زده کړې کوي، خو کله چې لوړو ټولګیو ته ځي عمر ته په کتو یې خپلې کورنۍ د تګ مانع کېږي.

ده یادونه وکړه چې همدا سږ ښوونیز کال په دې ولسوالۍ کې ۱۷۰۰ نوي ماشومان ښوونځيو ته داخل شوي چې ۷۰۰ تنې یې نجونې دي.

ده خبر ورکړ چې همدا اوس په دې ولسوالۍ کې د ۴ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو کار روان دی چې په دې سره به زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال چمتو شي.

خو ده وویل چې د دې ولسوالۍ د پوهنې امریت ودانۍ نه لري چې جوړولو ته یې جدي اړتیا لیدل کېږي.

د روغتیايي خدماتو په اړه ولسوال وویل چې په دې ولسوالۍ کې ۴ روغتیايي مرکزونه ۲۴ ساعته د مراجعینو پر مخ خلاص دي او تر ډېره یې د خلکو روغتیايي ستونزې حل کړې دي.

خو ده وویل دا چې دغه ولسوالي ښار ته څېرمه پرته ده، نو یو شمېر د جدي ناروغیو د درملنې لپاره د کندهار ښار روغتونونو ته ځي.

ولسوال د دې ولسوالۍ امنیت ښه وباله او ویې ویل چې له ولایتي ادارې، سیمه ییزو مخورو او عامو خلکو سره د ښې همغږۍ او همکارۍ له امله دغه ولسوالي له ډاډمن امنیت څخه برخمنه ده.

دامان ولسوالي د کندهار ښار په ختيځ کې د ٢٢ کيلومتره په واټن پرته ده چې د زابل ولايت د ښار صفا ولسوالۍ تر څنګ د کندهار ډنډ، تخته پُل، شاوليکوټ او ارغنداب ولسوالۍ چاپېره کړې ده.

د کابل – کندهار د لويې لارې په ګډون د کندهار – سپين بولدک لويه لاره او دغه راز ترنک او ارغستان سيندونه هم له همدې ولسوالۍ څخه تېرېږي.

دغه ولسوالي ٢٣١ لوى او واړه کلي لري چې ټول نفوس يې شاوخوا ٦٥ زره تنه دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking