د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې د دوو پروژو لپاره د سل میلیون ډالرو پور ترلاسه کولو فرمانونه تصویب کړل

ولسي جرګې د دوو پروژو لپاره د سل میلیون ډالرو پور ترلاسه کولو فرمانونه تصویب کړل

Jan 06, 2020 - 19:31

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومى ۹۸): ولسي جرګې د کابل حلقوي سړک او بادغېس د مرکز قلعه نو ارملک – سبزک سړک د پروژو په تړاو د ولسمشر د سل میلیونه ډالرو پور د اخیستنې دوه تقنیني فرمانونه تصویب کړل.

د کابل حلقوي سړک په پلچرخي سیمه کې د کابل – جلال اباد له سړکه پیلیږي او په ده سبز ولسوالۍ کې د کابل – پروان سړک، د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدار خان سیمه کې د کابل - میدان وردګو سړک او د چهار اسیاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – لوګر سړک له کابل ښار څخه شاوخوا راتاوېږي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل حلقوي سړک د جوړولو لپاره ۷۰ او له ارملک څخه د بادغيس تر قلعه نو پورې سړک لپاره ۳۰ ميلیونه ډالر پور اخیستل کېږي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې (د کابل حلقوي سړک او د بادغيس مرکز قلعه نو ارملک – سبزک سړک د پروژو د پور اخیستلو په اړه) د ولسمشر په دوو تقنیني فرمانونو بحث شوی او د جرګې د نصاب نه شتون له امله له رایې ورکولو پاتې وو.

نوموړي یاد فرمانونه رایې اچونې ته وړاندې کړل او د رایو په اکثریت تصویب شول.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د سعودي عربستان له پراختیایي صندوق څخه د یادو دوو پروژو لپاره د سل ميلیون امریکایي ډالرو پور تړون د ۱۳۹۶ کال د وږي په ۲۵مه د مالیې وزارت او سعودي عربستان د پراختیایي صندوق له خوا لاسلیک شوی و.

نوموړي زیاته کړه، دغه پور، بې له ټکټانې اخیستل شوی او په لومړیو لسو کلونو کې د افغانستان دولت هيڅ پیسې نه ورکوي؛ خو له لسو کلونو وروسته د ۴۰ کلونو په لړ کې دغه پور ورکوي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې دا پور د دوو پروژو لپاره بسنه نه کوي؛ خو د دغې پروژې د پاتې برخې بودیجه د افغانستان دولت ورکوي.

مسجدي دغه پروژې د افغانستان لپاره مهمې وبللې او ويې ویل چې د ملي شورا له خوا د هغه له تصویب او تایید وروسته، د مالیې وزارت د سعودي له پراختیایي صندوق سره خبرې کوي؛ څو پور ترلاسه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement