ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې یو پخوانی جهادي قوماندان له څو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی

په کابل کې یو پخوانی جهادي قوماندان له څو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی

author avatar
6 Jan 2020 - 13:30
په کابل کې یو پخوانی جهادي قوماندان له څو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی
author avatar
6 Jan 2020 - 13:30

 

لومړی تعقیب- کابل (پژواک، ۱۶مرغومی ۹۸): په پروان ولایت کې پخوانی جهادي قوماندان عبدالستار غوربندی د هغه زوی او ورسره څو نور کسان د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

د یونس ارین په نوم یو کس شاوخوا نهه ساعته مخکې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: ((د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو (خیرخانه) کې دغوربند د یوه قومي مشر پر مېلمستون د ناپېژندو وسله والو په برید کې پخوانی جهادي قوماندان امر عبدالستار غوربندی، د نوموړي زوی او پنځه خپلوان شهیدان شوي دي.))

نوموړي لیکلي، امر عبدالستار په غوربند کې د طالبانو ضد څېره وه او له کلونو راهیسې یې د طالبانو پر ضد جګړه وکړه.

خو د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، امر ستار او دوه نور کسان د ملي امنیت سرتېرو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې ځينو رسنیو هم راپور ورکړی چې «د جمعیت ګوند پخوانی قوماندان او په غوربند کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان» د نوموړي د زوی په ګډون له څلورو کسانو سره یو ځای د ملي امنیت سرتېرو په عملیاتو کې وژل شوی او یادو سرتېرو دوه کسان له ځان سره وړي دي.

په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي عبدالعزیز حکیمي د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د یاد مطلب ترڅنګ وویل: ((د کابل ښار یوولسمه امنیتي حوزه پر یو وحشتناکه سیمه بدله شوې، مسوولین یې د امنیت د ټینګښت پر ځای د ځان لپاره د پناه ځای په پیدا کولو بوخت دي.))

د کابل پولیسو د  قوماندانۍ د ۱۰۱ اسمايي زون ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې عملیات روان وو، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه کړل.

نوموړي وویل چې کورنیو چارو وزارت په دې اړه معلومات ورکولای شي.

پژواک هڅه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر او ملی امنیت له عمومي ریاست سره خبرې وکړي خو له یادو دوو سرچینو سره اړیکه ټینګه نه شوه.

د یاد برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.