ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر ميلادي کال په افغانستان کې نږدې ۲۲۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېر ميلادي کال په افغانستان کې نږدې ۲۲۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
7 Jan 2020 - 13:04
تېر ميلادي کال په افغانستان کې نږدې ۲۲۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
7 Jan 2020 - 13:04

کابل (پژواک، ۱٧ مرغومی ٩۸): په افغانستان کې تېر ميلادي کال په ۱۹۲۶وسله والو بريدونو کې څه باندې ۱۲۵۰۰ کسان وژل شوي، نږدې ۹۸۰۰ نور ټپيان دي او دغه مرګ ژوبله د وړم کال په پرتله ۱۶ سلنه کمې شوې ده.

د پژواک خبري اژانس راټول کړي معلومات ښيي چې په منځنۍ کچه، تېر کال هره ورځ ۶۱ کسانو خو وړم کال هره ورځ ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او وړم کال د اوړي موسم، خو تېر کال د مني موسم تر ټولو خونړی و .

تېر کال د وژل شوو او ټپيانو له هرو ۲۲ تنو، نهه د مني په موسم کې وژل شوي، يا ټپيان دي.

د پژواک خبري اژانس ورځني خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوي، ښيي چې په ٢٠١۹ ميلادي کال کې په ۱۹۲۶ بېلابېلو بريدونو کې ۱۲۵۲۲ کسان وژل شوي او ۹۷۷۱ نور ټپيان دي، خو په ٢٠١٨ ميلادي کال کې په ٢٣٩٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٦٠١٠ کسان وژل شوي او ١٠٦٧٩ نور ټپيان دي.

دغه راز وړم کال ۲۷۴، خو تېر کال ۲۱۴ هوايي بريدونه شوي او وړم کال ۷۸، خو تېر کال ۵۶ ځانمرګي بريدونه شوي دي.

 

د پوځي چارو پوه متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د مخامخ نښتو مرګ ژوبله له دې امله لوړه وي چې ښکېلې ډلې مخامخ په جګړه بوخت وي او د يو بل پر وړندې له هر ډول وسلو کار اخلي.

دى وايي، په هوايي او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله ځکه ډېره وي چې له يوې خوا دغه بريدونه درانه او له بلې خوا ځيني يې داسې وي چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.

د هغه په خبره، په هدفي وژنو او د سړک غاړې او مقناطيسي ماينونو د چاودنو مرګ ژوبله ځکه کمه وي چې په دې ډول بريدونو کې يو او يا ډېر کم کسان هدف ګرځول کېږي.

 

نږدې نيمايي بريدونه په اتو ولايتونو کې شوي

تېر کال تر ټولو ډېر (۱۷۵) بريدونه په ننګرهار، ۱۶۸ په فارياب، ۱۳۴ په غزني، ۱۱۷ په کندهار، ۱۰۳ په هلمند، ۹۳ په کابل، ۸۲ په جوزجان، ۷۵ په لوګر او پاتې ۹۷۸ بريدونه په پاتې ۲۵ ولايتونو کې شوي، خو پژواک له باميانو د بريد راپور نه دی تر لاسه کړی.

د يادونې ده، تېر کال تر ټولو لږ (دوه، دوه) بريدونه په نورستان او پنجشېر کې دي. وړم کال هم تر ټولو لږ بريدونه (دوه په پنجشېر او څلور په نورستان کې) شوي وو.

 

د پوځي چارو پوه جنرال طاقت په ننګرهار، فارياب او غزني کې د بريدونو د ډېروالي په اړه وايي: “له اوپراتيفي اړخه ننګرهار، فارياب او غزني ډېرې ستراتيژيکې سيمې دي، مخالفين او حکومت هڅه کوي چې پر ستراتيژيکو سيمو ډېر واک ولري.نو ځکه هلته جګړې ډېرې وي”

دی وايي، ننګرهار له پاکستان سره پر پوله پروت ولايت دی، د طالبانو او داعش د جګړه کوونکو تر څنګ د نشه يي توکيو، لرګيو، منرالونو او قيمتي ډبرو قاچاق هم په کې کېږي.

طاقت وايي: “فارياب هم يو سرحدي ولايت دی [چې له ترکمنستان سره پوله لري]، د دولت وسله وال مخالفين په ځانګړي ډول داعش ډله هڅه کوي هلته خپل شتون پياوړی کړي او د افغانستان تر څنګ په منځنۍ اسيا کې هم ترهګريز فعاليتونه ولري.”

د ده په وينا، غزني د لويديځو ولايتونو پر لار پروت مرکزي ولايت دی او کله چې دغه ولايت نا امنه وي نو د مرکز او لويديځو ولايتونو تر منځ اړېکې پرې کېږي او يو ډول هرج او مرج رامنځته کېږي، نو ځکه د دولت وسله وال مخالفين غواړي هلته ډېر نفوذ ولري او دغه ولايت ناامن کړي.

 

ټاکنې، بريدونه او مرګ ژوبله

د راپورونو له مخې، تېر کال تر ټولو ډېر (۱۱۳) بريدونه د سپټمبر په ۲۶مه ( د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ) شوي، خو تر ټولو ډېرو( ۳۴۳ تنو ته) د سپتمبر په درېيمه مه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سپټمبر د درېيمې تر ټولو خونړی بريد په کابل کې د «ګرين ويلېج» په نوم د بهرنيانو پر يو کمپ د وسله والو طالبانو بريد و چې د راپورونو له مخې له امله يې ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ نور ټپيان شول. د ځينې راپورونو له مخې د دغه بريد ډېر وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي وو.

د راپورونو له مخې، وړم کال تر ټولو ډېر (٢٧١) بريدونه د اکټوبر په شلمه مه (د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ) شوي وو خو تر ټولو ډېرو( ٦٢٠ تنو ته) د مې په ١٥ مه مرګ ژوبله اوښتې وه.

د تېر او وړم کال په وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د افغانستان دولت او د دولت وسله وال مخالفين د خپلو پوځيانو د مرګ ژوبلې کلنۍ شمېر نه په ډاګه کوي او دواړه لورو دا هم نه دي ويلي چې په بريدونو کې يې څومره ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان دي.

 

دولت ويلي چې ۲۰۱۹ کال کې وسله والو طالبانو ۲۲۱۹ ملکي وګړي وژلي او ۵۱۷۲ نور يې ټپيان کړي،  خو طالبان بيا وايي چې په دغه کال کې په ۲۲۹۱ پېښو کې ۵۴۲۳ ملکيان وژل شوي او ۳۲۸۴ نور ټپيان دي.

طالبان وايي چې ۵۱۵۲ ملکيان د دولتي او بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي او پاتې نور په ترافيکي پېښو او خپل منځي شخړو کې وژل شوي.

دغه راز د ناټو ځواکونه وايي، په ٢٠١٩ کال کې افغانستان کې ۲۳ بهرني پوځيان وژل شوي چې ډېر يې امريکايان دي.

تېر کال په افغانستان کې له باميانو پرته په ټولو ولايتونو کې د وسله والو بريدونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

تېر کال د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ (د تلې شپږمه) په بېلابېلو بريدونو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۳ نور ټپيان دي، خو د مرګ ژوبلې دغه شمېره د بريدونو د کره سيمې د نامعلوموالي له امله په ياده نقشه کې نه ده شامله شوې.

همداراز تېر کال تر ټولو ډېر (۲۰۳۴) تنو ته په فارياب کې، (۱۷۹۲) تنو ته په کندهار، (۱۷۱۵) تنو ته په کابل او پاتې نورو (۱۶۵۹۷)ته له باميان پرته په نورو ولايتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

پژواک خبري اژانس د ۲۰۱۷ ميلادي کال راهيسې د دغو جګړو مرګ ژوبله د تر لاسه کړو راپورونو له مخې ثبتوي.

د پژواک کلني راپورونه ښيي چې په تېرو درېيو کلونو کې نږدې ۷۴ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دې موده کې ۲۰۱۸ کال تر ټولو خونړی دی.

 

د راپورونو له مخې په يادو درېيو کلونو کې ۴۳۱۳۲ وژل شوي او ۳۰۷۲۷ نور ټپيان دي.

 

د پوځي چارو پوه جنرال طاقت وايي، د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ميلادي کال په پرتله ځکه په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې مرګ ژوبله او بريدونه کم وو، چې د سولې خبرې ګرمې وې او تر يوه بريده يې د جګړې پر ډګر يې هم اغېز کړی.

هغه زياتوي: “يو شمېر طالبانو د سولې د خبرو پر مهال په خودي ډول جګړې کمې کړي، ځينې طالبان له داعش ډلې سره يو ځای شوي او تر څنګ يې د ملامنان ډلې هېڅ جګړه نه لرله.”

دی هيله څرګنده کړه چې په روان ۲۰۲۰ کال کې د ۲۰۱۹ کال په پر تله مرګ ژوبله او بريدونه کم وي.

افغان وژنه بنده کړئ!

د فراه د پشترود ولسوالی د “نعل دښت” د سېمې اوسېدونکې ۴۵ کلنه بي بي ګله چې څه موده وړاندې يې ورور چې وسله وال طالب وو ووژل شو، وايي:”که طالب وژل کېږي او که سرتېری، دواړه زموږ اولادونه دي، خدای دې ورحميږي چې دواړه لوري سوله وکړي.”

د هغې په وينا، اوس يې د ورور يتيم اولادونه په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي او د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو ته حيران دي . بي بي ګله وايي، د وژل شويو دولتي سرتيرو د کورنيو به هم ورته حال وي.

 

هغه له ښکېلو غاړو غواړي، له روانې “کور ورانوونکې” جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي، ځکه چې دغه جګړه د دواړه لوريو کورنۍ د تباهۍ کندۍ ته غورځوي.

د ميدان وردګو ولايت د مرکز د ابراهيم خيلو کلي اوسېدونکى عطا‌ء الله چې له نږدې دوستانو يې يو تن د جګړې پر مهال په داسې حال کې ټپي شوى چې په خپله مځکه کې يې کار کاوه وايي:”هره ورځ په يو او بل نوم افغانان وژل کېږي، له دولت او مخالفينو غواړم چې نور جګړه بنده کړي، د وروڼو په څېر سره کېني او سوله وکړي.”

دى له نړيوالې ټولنې هم غواړي چې له افغانانو سره د جګړې په پاى ته رسولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د هغو هېوادونو د لاسوهنو مخه ونيسي چې د خپلو ګټو لپاره يې دغه جګړه ګرمه ساتلې ده.

د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو د استازو تر منځ له څه باندې يو کال راهيسې په وقفه يي ډول د سولې خبرې روانې دي او راپورونه ښيي چې ډېر پرمختګ هم په کې شوی، خو وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلي.

طالبان تر اوسه ټينګار کوي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، خو وايي چمتو دي چې له افغان سياسيونو سره خبرو ته کېني.

د افغانستان دولت د حکومت پر محوريت پر بين الافغاني خبرو ټينګار کوي، وايي چې د سولې خبرو لپاره يې مذاکراتي پلاوی ټاکلی، خو تر اوسه يې نومونه نه دي په ډاګه کړي.

ايډېټر: عبدالقدیر منصف

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.