کابل (پژواک، ۱۷ مرغومى ۹۸): د مشرانو جرګې دويم مرستيال هڅه وکړه چې د نصاب په نه موجودیت کې ځيني تقنیني اسناد رایې اچونې ته وړاندې کړي؛ خو له مخالفت سره مخامخ شو او رایه اچونه بلې ورځې ته وځنډول شوه.
د مشرانو جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، د سړکونو له لارې د مالونو د نړیوال ترانزیت او لېږد د قرارداد کنوانسیون، د افغانستان دولت او سعودي د پرمختیایي صندوق ترمنځ په افغانستان کې د سلو ښوونځیو جوړولو پروژې له قرضې پر هوکړې او د سوداګریزو محکمو د اصولو قانون د تعدیل په اړه پر تقنیني فرمان بحث د دې جرګې د نن ورځې په اجنډا کې شامل شوي وو.
د دغې جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون د سړکونو له لارې د مالونو د نړیوال ترانزیت او لېږد د قراررداد د کنواسیون په اړه یې د جرګې غړو ته معلومات ورکړل.
د مشرانو جرګې دویم نایب محمد اصف صدیقي چې د جرګې د نن ورځې ناستې مشري یې پر غاړه لرله، د نصاب په اړه د معلوماتو د غوښتلو ترڅنګ او وروسته له هغه چې د جرګې د منشي نایب وویل چې نصاب وجود لري، کنواسیون یې رایې اچونې ته وړاندې کړ؛ خو د جرګې یوشمېر غړي د جرګې د نصاب مشخصولو غوښتونکي شول.
دویم نایب یو ځل بیا د جرګې له منشیانو څخه د نصاب د مشخصولو غوښتونکي شو او د جرګې نایب فیصل سمېع وویل: «په ناسته کې ۳۲ کسان دي او که د جرګې څلور نور غړي چې د رسمي کار لپاره بدخشان ته تللي، حساب کړو، نصاب لرو.»
صدیقي دغه کنواسیون رایه اچونې ته وړاندې کړ، خو له مخالفت سره مخامخ شو.
د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر وویل: «که ۳۳ غړي هم حضور ولري، په دې معنا دی چې موږ نصاب نه لرو.»
په یاده جرګه کې د بامیانو د خلکو استازي قیس وکیلي وویل: «تاسو په کوم قانون وایئ چې نصاب لرو، د جرګې پر غړو قانون د زور له لارې مه تاییدوئ، له زور څخه کار مه اخلئ.»
د نوموړي په خبره، د جرګې ټول غړي ۶۸ کسان وي او د جرګې په ناسته کې د ۳۵ کسانو په شتون نصاب نه پوره کېږي.
په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي، د جرګې دوهم مرستیال ته په اشاره وویل: «ولې بیړه لرئ، پرېږدئ چې نصاب تکمیل شي؛ پرته له دې د دغه کور ابرو وړئ، اوس هم ټول وایي چې مشرانو جرګه په یوه حکومتي شعبه بدله شوې ده.»
هغه د مشرانو جرګې دویم مرستیال ته په اشاره وویل چې د جرګې پر غړو دې قومانداني نه کوي او پریږدي چې ټول خپله اراده تمثیل کړي.
نوموړي ګواښ وکړ او ويې ويل: «که دغه اصول په پام کې ونیول شي، په نورو قوانینو باندې د رایې ورکونې پرمهال زه په ناستو کې ګډون نه کوم.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن