فیض اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۸): د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون د شهر بزرګ ولسوالۍ د ارچه کتل کول سیمې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه ښوونکي مړه او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل چې د پېښې ټپیان د فیض اباد ولایتي روغتون ته وړل شوي چې د یوه روغتیایي وضعیت د اندېښې وړ دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن