ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بلخ د ځمکني ترانسپورټ عوايد ۴۶ سلنه زيات شوي”

“د بلخ د ځمکني ترانسپورټ عوايد ۴۶ سلنه زيات شوي”

author avatar
7 Jan 2020 - 18:52
“د بلخ د ځمکني ترانسپورټ عوايد ۴۶ سلنه زيات شوي”
author avatar
7 Jan 2020 - 18:52

مزارشريف (پژواک، ۱۷مرغومی ۹۸): د بلخ د ځمکني ترانسپورټ مسوولين وايي چې په تېر کال کې يې په عوايدو کې کابو ۴۶ سلنه زياتوالی راغلی دى.

دوى وايي چې د عوايدو دغه زياتوالی د نورو کلونو په پرتله بې مخينې دی.

دوى زياته کړه، په مزار شريف کې يو شمېر زورواکي له نقليه وسايطو باج اخلي چې دوى يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د بلخ د ځمکني ترانسپورټ مشر مصطفی سروش د مرغومي په ۱۷مه مزارشريف کې خبري کنفرانس ته وويل چې په تېر مالي کال کې د دوى په عوايدو کې ۴۶ سلنه زياتوالی راغلی دى.

د ده په خبره، دوى ته ورکړل شوی هدف ۱۱۷ اعشاريه ۷ ميليون افغانۍ وې چې دوى ترې ۱۶۰ اعشاريه ۳ ميليون عايد لاسته راوړی چې په وينا يې په عوايدو کې يې ټولټال ۴۶ سلنه زياتوالی راغلی دى.

هغه زياته کړه، د عوايد په راټولولو کې د ټول هېواد په کچه بلخ لومړی ځای خپل کړی چې د دوى له مهمو لاسته راوړنو څخه يادېږي.

ده وويل، د ښار په ځينو څنډو کې يو شمېر زورواکي له نقليه وسايطو په خپل سر باج اخلي چې دوى يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دی له حکومت څخه غواړي چې په ښار کې د زورواکو چې د دوى د کار خنډ ګرځي، مخه ونيسي.

سروش وويل: ((د امنيتي ستونزو له امله د مزار- شبرغان پر لويه لار زورواکي او نامسووله وسله وال زموږ له باربري موټرو په زور باج اخلي.))

هغه زياتوي، د مزار- دره صوف پر لويه لار هم وسله وال طالبان د دوى د سکرو له هر موټر څخه ۷۰۰۰ زره افغانۍ ماليه اخلي چې د دوى پر عوايدو يې منفي تاثيرات کړي دي.

د نوموړي په خبره، تېر کال د جمهور رئيس په حکم دوى ته ۱۰۰۰ جريبه ځمکه د ترمينل جوړولو لپاره ورکړل شوې وه چې تر اوسه د بلخ اراضي رياست دوى ته ياده ځمکه نه ده تثبيت کړې چې له امله يې د ترمينل د جوړولو کار هم په ټپه ولاړ دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.