ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رييس احمدزى: د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پاى لوبې ته ځان رسوو

رييس احمدزى: د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پاى لوبې ته ځان رسوو

author avatar
7 Jan 2020 - 15:20
رييس احمدزى: د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پاى لوبې ته ځان رسوو
author avatar
7 Jan 2020 - 15:20

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٨): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې روزونکى رييس احمدزى وايي، هڅه کوي چې د نړيوال جام نيمه پاى لوبې ته لوبډله ورسوي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو پنځوس اووريز نړيوال جام سيالۍ د روان زېږديز کال د جنورۍ په ١٧مه نېټه په سوېلي افريقا کې پيل شي.

د افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډله لا د مخه په دې سياليو کې د ګډون، چمتووالي او تمريناتو لپاره سوېلي افريقې ته رسېدلې ده.

د دې لوبډلې روزونکى رييس احمدزي د مرغومي په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دوى له بشپړ چمتووالي سره سوېلي افريقې ته تللي دي.

هغه زياته کړه چې د نورو تمريناتو ترڅنګ دوى له بنګله دېش او د سوېلي افريقا د يوه پوهنتون له ځايي لوبډلې سره دوه تمريناتي لوبې هم لري.

د احمدزي په وينا، کله چې د نړيوال جام ټولې لوبډلې راورسېږي، بيا دوه نورې رسمي تمريناتي لوبې هم د نورو هېوادونو له لوبډلو سره لري.

دى وايي: ((موږ يوه اوونۍ مخکې راغلي وو او تر نړيواله جامه پورې همدلته يو، دا يو ډېر ښه فرصت او چانس دى چې موږ د دغه هېواد له هوا، ميدانونو او لوبغاړو سره بلد شو.))

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې روزونکي ډاډ څرګند کړی چې لوبډله به يې په نړيوال جام کې ښه وځلېږي او تر نيمه پاى لوبې پورې به ځان ورسوي.

خو هغه زياته کړه: ((موږ دا نه وايو چې حتماً به پاى لوبه ګټو يا پاى لوبې ته ځان رسوو، موږ هرې لوبې لپاره يو ځانګړى پلان جوړوو او پر مخ ځو.))

د احمدزي په وينا، په نړيوال جام کې پياوړې لوبډلې ګډون کوي او پنځه شپږ لوبډلې د دې وړتيا لري چې نړيوال جام وګټي، خو د کوم هېواد نوم يې وانه خيست.

ده وويل، لومړى هدف يې دا دى چې په ګروپي سياليو کې ښه لوبه وکړي او دويم پړاو ته لاره پيدا کړي، بيا به دويم پړاو لپاره جلا پلان جوړوي.

هغه د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د لوبغاړو په اړه وويل چې د هرې برخې لپاره پياوړي لوبغاړي ټاکل شوي دي او هيله يې څرګنده کړې چې دوى به خپله وړتيا ثابته کړي.

رييس احمدزى وايي چې د ملي لوبغاړي ابراهيم ځدراڼ په راتګ سره د ١٩ کنو لوبډله د توپوهنې په برخه کې پياوړې شوې ده.

نوموړي  وويل چې د نوراحمد لکڼوال په څېر پياوړى سست توپ اچوونکى لري چې په دغه نړيوال جام کې به ښه وځلېږي.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لوبډلمشر فرهان زاخېل پژواک ته وويل چې دوى په هېواد کې هم ښه تمريناتي کړي او له بشپړې چمتووالي سره راغلي دي.

هغه  زياته کړه چې په سوېلي افريقا کې هره ورځ تمرينات کوي او  له  تمريناتي لوبو سره به د نړيوال جام لپاره لوبغاړي له ميدانونو او هوا سره بلد شي.

د ١٩ کلنو په نړيوال جام  کې ١٦ لوبډلې ګډون کوي چې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوې دي.  افغانستان په د ګروپ کې له کوربه سوېلي افريقا، متحده عربي امارات او کاناډا سره دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.