د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په مشرانو جرګه کې د نصاب په نه موجودیت کې د تقنیني اسنادو د تصویب هڅه بې پایلې وه

په مشرانو جرګه کې د نصاب په نه موجودیت کې د تقنیني اسنادو د تصویب هڅه بې پایلې وه

Jan 07, 2020 - 19:42

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومى ۹۸): د مشرانو جرګې دويم مرستيال هڅه وکړه چې د نصاب په نه موجودیت کې ځيني تقنیني اسناد رایې اچونې ته وړاندې کړي؛ خو له مخالفت سره مخامخ شو او رایه اچونه بلې ورځې ته وځنډول شوه.

د مشرانو جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، د سړکونو له لارې د مالونو د نړیوال ترانزیت او لېږد د قرارداد کنوانسیون، د افغانستان دولت او سعودي د پرمختیایي صندوق ترمنځ په افغانستان کې د سلو ښوونځیو جوړولو پروژې له قرضې پر هوکړې او د سوداګریزو محکمو د اصولو قانون د تعدیل په اړه پر تقنیني فرمان بحث د دې جرګې د نن ورځې په اجنډا کې شامل شوي وو.

د دغې جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون د سړکونو له لارې د مالونو د نړیوال ترانزیت او لېږد د قراررداد د کنواسیون په اړه یې د جرګې غړو ته معلومات ورکړل.

د مشرانو جرګې دویم نایب محمد اصف صدیقي چې د جرګې د نن ورځې ناستې مشري یې پر غاړه لرله، د نصاب په اړه د معلوماتو د غوښتلو ترڅنګ او وروسته له هغه چې د جرګې د منشي نایب وویل چې نصاب وجود لري، کنواسیون یې رایې اچونې ته وړاندې کړ؛ خو د جرګې یوشمېر غړي د جرګې د نصاب مشخصولو غوښتونکي شول.

دویم نایب یو ځل بیا د جرګې له منشیانو څخه د نصاب د مشخصولو غوښتونکي شو او د جرګې نایب فیصل سمېع وویل: «په ناسته کې ۳۲ کسان دي او که د جرګې څلور نور غړي چې د رسمي کار لپاره بدخشان ته تللي، حساب کړو، نصاب لرو.»

صدیقي دغه کنواسیون رایه اچونې ته وړاندې کړ، خو له مخالفت سره مخامخ شو.

د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر وویل: «که ۳۳ غړي هم حضور ولري، په دې معنا دی چې موږ نصاب نه لرو.»

په یاده جرګه کې د بامیانو د خلکو استازي قیس وکیلي وویل: «تاسو په کوم قانون وایئ چې نصاب لرو، د جرګې پر غړو قانون د زور له لارې مه تاییدوئ، له زور څخه کار مه اخلئ.»

د نوموړي په خبره، د جرګې ټول غړي ۶۸ کسان وي او د جرګې په ناسته کې د ۳۵ کسانو په شتون نصاب نه پوره کېږي.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي، د جرګې دوهم مرستیال ته په اشاره وویل: «ولې بیړه لرئ، پرېږدئ چې نصاب تکمیل شي؛ پرته له دې د دغه کور ابرو وړئ، اوس هم ټول وایي چې مشرانو جرګه په یوه حکومتي شعبه بدله شوې ده.»

هغه د مشرانو جرګې دویم مرستیال ته په اشاره وویل چې د جرګې پر غړو دې قومانداني نه کوي او پریږدي چې ټول خپله اراده تمثیل کړي.

نوموړي ګواښ وکړ او ويې ويل: «که دغه اصول په پام کې ونیول شي، په نورو قوانینو باندې د رایې ورکونې پرمهال زه په ناستو کې ګډون نه کوم.»

د جرګې د منشي عبدالله قرلق په ګډون یوشمېر نورو غړو هم وویل چې نصاب وجود نه لري او تقنیني اسناد باید رایه اچونې ته وړاندې نه شي.

په پای کې صدیقي اعلان وکړ چې درې یاد سندونه په راتلونکې ناسته کې رایې اچونې ته وړاندې کېږي.​

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement