کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): د سالنګ لویه تېره شپه د تېزو بادونو او د لید ساحې د محدودېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت اجرائیه مدیر سمیع الله د یاد مطلب ترڅنګ وايي چې په جنوبي سالنګ کې د لید ساحه د تندو بادونو له امله محدوده شوې ده.
د ده په خبره، یاده لار ځکه د ترافیکو پر مخ تړل شوې چې د احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.
دغه لویه لار چې د هېواد شمالي ولایتونو له مرکز سره تړي د هندوکش غړونو ترمنځ له یوه تونله تېرېږي چې ۲،۷ کیلومتره اوږدوالی لري.
په ژمي کې له دې لارې تګ راتګ له خطر سره مخ کېدلای شي.
د ۱۳۸۸ کال سلواغې په میاشت کې د تند طوفان او واورې ښویېدو له امله په جنوبي سالنګ کې شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن