د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خوست کې له پوهنتونونو فارغ شوي محصلين کار غواړي

خوست کې له پوهنتونونو فارغ شوي محصلين کار غواړي

Jan 08, 2020 - 11:47

خوست ښار (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): په خوست ولايت کې له پوهنتونونو نوي فارغ شوي کسان له دولته غوښتنه لري چې دوی ته دې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

سږ کال د خوست شيخ زايد پوهنتون له ۱۴ بېلابېلو پوهنځيو او همدا ډول په دغه ولايت له يو شمېر خصوصي پوهنتونونو د يو شمېر نجونو په ګډون نږدې دوه زره کسان فارغ شول.

د دغو نوو فارغ شوو کسانو له ډلې يو هم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی ذبيح الله دی چې د شيخ زايد پوهنتون له کمپيوټر ساينس پوهنځي فارغ شوی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې هڅه کې دی چې له خپلې رشتې سره برابره کومه دنده ترلاسه کړي.

خو هغه زياتوي، د ده په ګډون سلګونه هغه کسان چې سږ کال له لوړو زده کړو فارغ شوي، ښايي د واسطې د نه شتون او د کاري فرصتونو د کمښت له امله دندې ونه شي موندلی.

هغه زياته کړه: ((دولت نه مې دا غوښتنه ده چې فارغ شوو کسانو ته له خپلو رشتو سره مطابق دندې پيدا کړي، دندې نن سبا بېخي کمې دي، ډېر تحصيل کړي کسان بې دندو ګرځي.))

صالح همدرد د دغه ولايت بل اوسېدونکی دی چې سږ کال يې د ليسانس دوره بشپړه کړې.

هغه پژواک اژانس ته بيا وويل، زياترو دولتي او غير دولتي ادارو ته د ورتګ پر مهال له نوو فارغو کسانو د کاري تجربې غوښتنه کېږي چې دا د اندېښنې وړ ده.

دى وايي: ((هر ځای ته چې موږ مراجعه کوو يا زموږ ټولګيوالو مراجعه کړې ده، ورته وايي چې کاري تجربه نه لرئ، نو کاري تجربه خو هم په کوم کې وخت کې کېږي چې موږ ته دندې رانه کړي، نو تجربه نه کېږي.))

په ورته وخت کې له پوهنتونونو يو شمېر نور فارغ شوي کسان بيا وايي چې که په دولتي او غير دولتي ادارو کې دندې نه شي ترلاسه کولای، نو کسب او شخصي کاروبار ته دې مخه کړي.

نېکمرجان يو له همدغو کسانو څخه دی چې دوه کاله وړاندې د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی او دا مهال ازاد کاروبار کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((لومړی خو دا کوښښ په کار دی چې دولت کې دنده ترلاسه کړي. که دنده نه وي او يا رسيده ګي نه شي کولای بيا بايد شخصي کاروبار خلاص کړي چې وخت يې ضايع نه شي.))

په ورته وخت کې ولايتي چارواکي وايي پلان لري چې له لوړو زده کړو د فارغ شوو کسانو د کاري تجربو په خاطر د انټرشيپ پروګرام برابر کړي.

د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، په دولتي ادارو کې د مامورينو په توګه د دغو ځوانانو د ګومارنې ترڅنګ هڅه کوي چې په خصوصي سکتور کې هم هغوی ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

ده زياته کړه: ((موږ غواړو چې بېلابېل کاري فرصتونه رامنځه کړو، دلته د پانګوالو لپاره د پانګونې زمينه برابره کړو او خصوصي سکتور پياوړی کړو او فارغو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.))

دا مهال په خوست کې پر دولتي شيخ زايد پوهنتون سربېره پنځه خصوصي پوهنتونونه فعاليت لري، چې هر کال ترې سلګونه محصلين فارغېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking