د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګه د حکومت د کړنو د څار لپاره ځانګړی کمېسیون جوړوي

ولسي جرګه د حکومت د کړنو د څار لپاره ځانګړی کمېسیون جوړوي

Jan 08, 2020 - 18:22

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): ولسي جرګه د کابل د امنیتي مسوولینو پر استجواب او د ولایتونو ترمنځ د بودیجې پر توازن د ټینګار ترڅنګ تصمیم لري چې د حکومت له کړنو د څار لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د جرګې له یوه ثلث ډېرو غړو د اساسي قانون د ۸۹ مادې مطابق د حکومت د کړنو د مطالعې لپاره د ځانګړي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د اساسي قانون په ۸۹ مه ماده کې راغلي : ((ولسي جرګه صلاحیت لري چې د یوه ثلث د غړو په وړاندیز د حکومت د کړنو د مطالعې او ارزونې لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړي. ددغه کمېسیون د کړنلارې ترکیب د ولسي جرګې د داخلي دندو په اصولو کې برابرېږي.))

دغه راز د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په ۳۴ مه ماده کې د اساسي قانون د ۸۹ مې مادې په تړاو راغلي چې د ځانګړي کمېسیون د غړو شمېر لږ تر لږه ۲۱ کسه وي او د دغه کمېسیون ترکیب د ټولې جرګې ممثل دی او د غړو لېست یې باید د جرګې په عمومي ناسته کې تصویب شي.

د جرګې د داخلي دندو د اصولو د ۳۶ مې مادې له مخې، د ځانګړي کمېسیون دنده د ټاکلې موضوع تر مطالعې او ارزونې وروسته پای مومي او د دغې عملیې ډېر وخت شپږ میاشتې دی خو کولای شي د معقولو دلایلو له امله وغځېږي.

 مجروح وویل، د اساسي قانون د ۸۹ مې مادې له مخې د جرګې له یوه ثلث ډېرو غړو ددغه کمېسیون د جوړېدو وړاندیز لاسلیک کړی، څو له نورو کودونو څخه ۹۱ کود ته د څه باندې یو میلیارد افغانیو لېږد، له مرکزي بانک څخه مالیې وزارت ته د ۱۵ میلیارد افغانیو لېږد او د لس سلنه مخابراتي محصول چې فساد په کې شته مطالعه کړي او راپور یې له جرګې سره شریک کړي.

د تېرکال قطعیې حساب د راپور له مخې، مالیې وزارت له یو میلیارد ډېرې افغانۍ له نورو کودونو څخه ۹۱ کود ته لېږدولې او یاد وزارت یې د لګښت په اړه راپور نه دی وړاندې کړى.

دغه راز د راپورونو له مخې، د سترې محکمې رییس د ولسمشر غني په شفاهي لارښوونه له مرکزي بانک څخه مالیې وزارت ته د ۱۵ میلیارده افغانیو د لېږد امر لاسلیک کړی دی.

غلام فاروق مجروح په رسمي ډول یاد وړاندیز د جرګې اداري پلاوي ته تسلیم کړ او له دایمي کمېسیونونو او ددې جرګې له پارلماني ګروپونو یې وغوښتل چې ددغه کمېسیون د غړیتوب لپاره داسې کسان معرفي کړي چې له مالي مواردو سره بلدتیا ولري.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، د یاد کمېسیون د غړو له معرفۍ وروسته به د پلاوي د ترکیب لپاره د داخلي دندو د اصولو مطابق رایې ورکړل شي.

د کابل امنیتي مسوولین استجوابېږي

د جرګې ځینې غړي چې یو شمېر یې کابل د وحشت او ډار ښار باله د دې جرګې په نننۍ ناسته کې پولیس د کابل ښار د امنیت په ټینګښت کې پاتې وګڼل او د مسوولینو داستجواب غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې رییس د کابل ښار د امنیت په اړه د جرګې د ځینو غړو له شکایتونو وروسته وویل، راتلونکې سه شنبې د کابل امنیه قوماندان او د دغه ښار د امنیتي حوزو امرین د داخلي امنیت ځانګړي کمېسیون ته رابلل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د جرګې غړي کولای شي د دې جرګې د داخلي امنیت د چارو کمېسیون په ناسته کې ګډون وکړي خپلې اندېښنې د کابل ښار د پولیسو له مسوولینو سره شریکې کړي.

په بودیجه کې د توازن د نشتون په اړه شکایت

مالیې وزارت د روان کال د مرغومي په دویمه د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې طرحه چې ۴۲۸ میلیارد افغانۍ عادي او پراختیايي بودیجه په کې شامله ده ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي عبدالظاهر تمیم یادې طرحې ته په اشاره وویل، د بودیجې په سند کې د ولایتونو ترمنځ توازن نشته او د بودیجې سند د اساسي قانون خلاف جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((ما د بودیجې سند مطالعه کړ، خو په دغه سند کې د غور ولایت ته توجه نه ده شوې او ډېره بودیجه لومړۍ درجه ولایتونو ته ځانګړې شوې او لږ پرمختللو ولایتونو ته په کې هېڅ توجه نه ده شوې.))

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري هم وویل: ((ولایتونو ته د بودیجې ځانګړي کول ظالمانه دي او باید  پای ته ورسول شي، او ډېره توجه باید لږ پرمختللو ولایتونو ته وشي.))

په دې جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن هم ورته نظر درلود او ویې ویل، په لومړۍ، دویمه او درېیمه درجو د ولایتونو وېش د قانون خلاف دي او باید د ولایتونو درجه بندي له منځه لاړه شي او د ټولو ولایتونو ته باید یو ډول توجه وشي.

د هغې په خبره، هر کال ډېره توجه لومړۍ درجه ولایتونو ته کېږي خو لږ پرمختللو ولایتونو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل.

د ولسي جرګې رییس میررحمان هم په درجو د ولایتونو د وېش سیستم د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: ((ښه او بد ولایتونه باید نه وي، د ولایتي بودیجې ځانګړي کول باید یو ډول وي او ډېره توجه باید لږ پرمختللو ولایتونو ته وشي.))

هغه د جرګې له غړو په ځانګړې توګه د دې جرګې له مالي کمېسیون او بودیجې څخه وغوښتل چې د بودیجې په سند کې د ولایتونو ترمنځ د عدالت تامین ته توجه وشي او ډېره توجه باید هغو ولایتونو ته وشي چې په تېرو څو کلونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې او پرمختګ یې نه دی کړی.

په درجو د ولایتونو د وېش سیستم د لغوه کېدو غوښتنه داسې مهال کېږي چې د شمېرو له مخې په ځينو ولایتونو لکه کابل کې میلیونونه خو په ځینو ولایتونو کې شاوخوا سل زره کسان ژوند کوي او د هېواد ولایتونه د پراخوالي له اړخه هم ډېر توپیر لري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement