ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې له ۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

کندوز کې له ۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
8 Jan 2020 - 15:33
کندوز کې له ۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
8 Jan 2020 - 15:33

کندوز ښار (پژواک، ۱۸ مرغومى ٩٨): په کندوز کې د جګړو له امله له درې سوه بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) موسسې له خوا د کندوز د مرکز او امام صاحب ولسوالۍ اړوند د جګړو او د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو ۳۰۰ کورنیو سره د ۴ میلیونه ۶۸۴زره ۸۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرستې وشوې.

د کندوز کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، پر هرې کورنۍ به ۱۵زره ۶۱۶ افغانۍ ووېشل شي.

په دغو مراسمو کې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وويل چې باید د اړوند ادارې په همکارۍ د مستحقو کسانو په پېژندلو کې پوره دقت وشي.

د نعیمي په وینا، دولت ولس ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د بېوزلو لاسنیوي ته ژمن دی، خو له خلکو یې وغوښتل چې باید د روانو جګړو او بې عدالتیو خلاف غږ پورته کړي، څو هېڅ کورنۍ له خپلې سیمې بېځایه نه شي او روان ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه زیاته کړه: ((د مرستو د وېش پروسه زموږ تر څارنې لاندې ده، خو له ولس مې غوښتنه ده چې لوی رب (ج) ته لاسونه لپه کړي او ډله ییزې دعاګانې وکړي چې زموږ په هېواد کې دایمي سوله راشي او نور افغان وژنه پای ته ورسېږي.))

دغه راز يوه مرسته اخيستونکي او د امام صاحب ولسوالۍ د روضې سيمې اوسېدونکي درمحمد پژواک ته وويل چې څو مياشتې وړاندې يې خپل او نور امکانات په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

هغه وايي: ((له موږ سره يې کومک وکړ، يو څه به پرې وشي خو زموږ ټول مشکلات نه شي حل کولاى، زموږ سيمې دې امن کړي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو.))

د يادونې ده، په تېرو دوو ورځو کې په کونړ او پکتيکا ولايتونو کې هم له بېځايه شوو کورنيو سره مرستې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.