کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۸): ولسي جرګه د کابل د امنیتي مسوولینو پر استجواب او د ولایتونو ترمنځ د بودیجې پر توازن د ټینګار ترڅنګ تصمیم لري چې د حکومت له کړنو د څار لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د جرګې له یوه ثلث ډېرو غړو د اساسي قانون د ۸۹ مادې مطابق د حکومت د کړنو د مطالعې لپاره د ځانګړي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د اساسي قانون په ۸۹ مه ماده کې راغلي : ((ولسي جرګه صلاحیت لري چې د یوه ثلث د غړو په وړاندیز د حکومت د کړنو د مطالعې او ارزونې لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړي. ددغه کمېسیون د کړنلارې ترکیب د ولسي جرګې د داخلي دندو په اصولو کې برابرېږي.))
دغه راز د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په ۳۴ مه ماده کې د اساسي قانون د ۸۹ مې مادې په تړاو راغلي چې د ځانګړي کمېسیون د غړو شمېر لږ تر لږه ۲۱ کسه وي او د دغه کمېسیون ترکیب د ټولې جرګې ممثل دی او د غړو لېست یې باید د جرګې په عمومي ناسته کې تصویب شي.
د جرګې د داخلي دندو د اصولو د ۳۶ مې مادې له مخې، د ځانګړي کمېسیون دنده د ټاکلې موضوع تر مطالعې او ارزونې وروسته پای مومي او د دغې عملیې ډېر وخت شپږ میاشتې دی خو کولای شي د معقولو دلایلو له امله وغځېږي.
مجروح وویل، د اساسي قانون د ۸۹ مې مادې له مخې د جرګې له یوه ثلث ډېرو غړو ددغه کمېسیون د جوړېدو وړاندیز لاسلیک کړی، څو له نورو کودونو څخه ۹۱ کود ته د څه باندې یو میلیارد افغانیو لېږد، له مرکزي بانک څخه مالیې وزارت ته د ۱۵ میلیارد افغانیو لېږد او د لس سلنه مخابراتي محصول چې فساد په کې شته مطالعه کړي او راپور یې له جرګې سره شریک کړي.
د تېرکال قطعیې حساب د راپور له مخې، مالیې وزارت له یو میلیارد ډېرې افغانۍ له نورو کودونو څخه ۹۱ کود ته لېږدولې او یاد وزارت یې د لګښت په اړه راپور نه دی وړاندې کړى.
دغه راز د راپورونو له مخې، د سترې محکمې رییس د ولسمشر غني په شفاهي لارښوونه له مرکزي بانک څخه مالیې وزارت ته د ۱۵ میلیارده افغانیو د لېږد امر لاسلیک کړی دی.
غلام فاروق مجروح په رسمي ډول یاد وړاندیز د جرګې اداري پلاوي ته تسلیم کړ او له دایمي کمېسیونونو او ددې جرګې له پارلماني ګروپونو یې وغوښتل چې ددغه کمېسیون د غړیتوب لپاره داسې کسان معرفي کړي چې له مالي مواردو سره بلدتیا ولري.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، د یاد کمېسیون د غړو له معرفۍ وروسته به د پلاوي د ترکیب لپاره د داخلي دندو د اصولو مطابق رایې ورکړل شي.
د کابل امنیتي مسوولین استجوابېږي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن