ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستانيو کبانو وارداتو کندوز کې دکبانو فارم لرونکي له زيان سره مخ کړي

د پاکستانيو کبانو وارداتو کندوز کې دکبانو فارم لرونکي له زيان سره مخ کړي

author avatar
9 Jan 2020 - 13:39
د پاکستانيو کبانو وارداتو کندوز کې دکبانو فارم لرونکي له زيان سره مخ کړي
author avatar
9 Jan 2020 - 13:39

کندوز ښار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨):کندوز کې د کبانو فارم لرونکي شکايت کوي چې د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان کبانو د دوى د توليداتو د خرڅلاو بازار خراب کړى او له زيان سره مخ دي.

د کندوز ولايت د کبانو د فارم لروونکو اتحاديې مشر محمدالله شپونکي د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې ١٣٠ د کبانو د روزلو فارمونه فعاليت کوي چې ٩٥ ميليونه افغانۍ پانګونه پرې شوې ده.

هغه وايي: ((زموږ لومړۍ ستونزه دا ده چې مارکېټ نه لرو، دويم دا چې له بهره کبان راځي، په ارزانه بيه يې ورکوي چې موږ يې له تاوان سره مخ کړي يو.))

ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له بهره پر واردېدونکو کبانو ګمرکي تعرفه لوړه کړي، ترڅو کورنيو توليداتو ته ښه بازار پيدا شي.

دغه راز په شېرخان بندر کې د کبانو يو تن فارم لروونکي شفيق الله پژواک ته وويل چې د کبانو په ساتنه، روزنه او خرڅلاو کې ډېره ګټه ده.

دى وايي: ((کاروبار يې ډېر ښه دى، خو سم بازار نه لري، ټول بازار له پاکستاني ماهيانو ډک دى په ارزانه يې هم ورکوي، نو خلک کورني توليدات نه اخلي، حکومت بايد دغه مشکل حل کړي.))

همدارنګه په چهادرې ولسوالۍ کې د کبانو بل روزنکي عبدالرووف پژواک ته وويل چې په يوه جريب ځمکه کې يې د کبانو د روزلو لپاره فارم جوړ کړى دى.

هغه وايي: ((دوه زره کبان مې ساتلي دي، په ١٨ مياشتو کې خرڅلاو ته اماده کيږي، په ١٨ مياشتو کې هر يو نږدې څلور کيلو ګرامه کيږي، خو بازار نه لري موږ د پاکستاني کبانو مقابله نه شو کولاى، هغوى ډېر ارزانه ورکوي که چېرې موږ يې په هغه نرخ ورکړو، نو په هره کيلو کې نږدې دوه سوه افغانۍ تاوان کوو.))

يادو او يو شمېر نورو د کبانو فارم لروونکو د بازار د نه شتون له امله شکايت وکړ او ويې ويل چې حکومت بايد د بهرنيو او په ځانګړي ډول د پاکستاني کبانو د وارداتو مخه ونيسي.

په ورته وخت کې په کندوز کې د سوداګرۍ خونې استازي مسعود وحدت هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د کبانو د پلورولو لپاره اړين مارکېټ نه شته دى.

ده زياته کړه: ((دې خلکو پانګونه کړې، حکومت بايد د دوى ملاتړ وکړي، حاصلاتو ته يې بايد مارکېټ پيدا کړي کنه دغه فارمونه يو په بل پسې تړل کيږي.))

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د کرنې رياست د مالدارۍ برخې امر حليم جليلي پژواک ته وويل چې د کبانو توليداتو ته د بازار موندنې په موخه يې د کرنې او مالدارۍ وزارت ته مکتوب استولى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.