ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال ننګرهار کې د شاتو د توليد له امله ۱۲۵ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه شوي

سږکال ننګرهار کې د شاتو د توليد له امله ۱۲۵ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه شوي

author avatar
9 Jan 2020 - 14:26
سږکال ننګرهار کې د شاتو د توليد له امله ۱۲۵ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه شوي
author avatar
9 Jan 2020 - 14:26

جلال اباد (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، دغه ولايت کې د شاتو د توليد او کاروبار له امله سږکال ۱۲۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي او دغه راز يې زرګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

په دغه ولايت کې د شاتو د توليد لپاره د مچيو روزنې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شته چې هر کال شاوخوا پنځه سوه ټنه شات توليدوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند انعام الله مياخېل د مرغومي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس مهال په دغه ولایت کې د شاتو په ۶ سوه وړو او غټو فارمونو کې په ۲۵ زره صندوقونو کې د شاتو مچۍ روزل کېږي چې روان کال کې یې ۵ سوه ټنه د شاتو حاصلات ورکړي دي .

نوموړی زیاتوي، دوی یو کیلو ښه شات په ۲۵۰ افغانۍ پلوري چې روان کال کې د شاتو کاروبار کوونکو يې له ۵ سوه ټنو څخه ۱۲۵ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي او د شاتو د روزنې، بسته بندۍ او نورو برخو کې شاوخوا ۳ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي .

په همدې حال کې په ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزونکو اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال پژواک ته وويل، سږ کال یې د تېر کال په پرتله د شاتو په حاصلاتو کې سل ټنه زیاتوالی راغلی او لامل یې هم د امنیتي وضعیت ښه والی دی چې دوی د سپین غره لمنو کې خپل فارمونه هم فعال وساتل .

د ده په وینا، په دې ولایت کې د شاتو د پروسس لس مرکزونه لري او که ورته مصنوعي ځنګلونه زیات او نوي نسلونه را ولېږدول شي، د شاتو په حاصلاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالی راشي .

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند انعام الله مياخېل وایي، دوی د شاتو د مچیو روزونکو ته د مچیو د پالنې په برخه کې روزنې ورکړي، له دوی سره یې په بېلابېلو وختونو کې د ځینو وسایلو مرستې کړي او ژمن دي چې په راتلونکي کې ورته لا زیاته پاملرنه وکړي .

اوسمهال د جلال اباد ښار مختلفو سيمو کې د شاتو د پلور ګڼې هټۍ جوړې شوي چې پر ختيځو ولایتونو سربېره يې هغه کسان هم ترې اخلي چې ننګرهار ته د چکر لپاره راځي او ځان سره يې د سوغات په توګه وړي.

د جلال اباد ښار پښتونستان څلور لارې ته څېرمه د نوراحمد په نوم د شاتو يوه پلورونکي پژواک ته وويل، د ننګرهار شات تر نورو ښه بازار لري او د دې ولایت پر خلکو سربېره یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته خلک د ډالیو په توګه هم وړي.

دی زياتوي: ((شاتو کې مختلف ډولونه دي، مناسب اندازه ښه شات په ۲۵۰ افغانۍ في کیلوګرام دي، چې هم ښه خوند لري او هم ښه بازار لري، تر دې ګران او ټيټ بيه هم شته.))

ننګرهار په دې وروستيو کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د ښو حاصلاتو راټولېدو نوم ګټلی چې د بټي کوټ مالټې، د کانال د زيتونو تېل او اچار او دغه راز د هندواڼو حاصلاتو يې ډېر مينه وال پيدا کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.