ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ايرانه راګرځول شوي ماشومان پر لارو بېلابېل ډول ځورول شوي

له ايرانه راګرځول شوي ماشومان پر لارو بېلابېل ډول ځورول شوي

author avatar
9 Jan 2020 - 18:03
له ايرانه راګرځول شوي ماشومان پر لارو بېلابېل ډول ځورول شوي
author avatar
9 Jan 2020 - 18:03

هرات (پژواک ، ١٩ مرغومی ٩٨): ځینې ماشومان چې تازه له ایران څخه د هرات اسلام کلا ته بېرته راګرځول شوي د نامنظمو مهاجرتونو پر مهال پر لارو د ځورونو خبره کوي او وايي چې له غمه ډګ ژوند یې تجربه کړی دی.

د دوی په خبره، نوي ځوانان او ماشومانو د غیرې منظمې کډوالۍ پر مهال له جنسي خطر او ځينې وخت له مرګ سره مخ کېږي.

څوارلس کلن نوراغا چې د سرپل ولایت اوسېدونکی دی په لږ عمر ایران ته د څلور ځله غیر منظمې کډوالۍ ترخه خاطره لري.

نوراغا چې اوس د هرات ښار د انصار په نوم د کډوالو په یوه مېشت غالي کې اوسېږي وویل، دا څو ورځې مخکې د ایران د پولیس له خوا په غیرمناسب چلند د اسلام کلا له سرحد څخه افغانستان ته راګرځول شوی دی.

هغه کوچنۍ سترګې لري او پرمخ يې ټپونه په ښکاره د ایران د پولیسو وهلو ټکولو څرګندونه کوي.

نوراغا په لړزاندو شونډو ایران ته د خپل غیرمنظمې ګډوالۍ غمجنه کیسه کوي او وايي چې درې کاله مخکې یې د بېوزلۍ له امله له خپل تره سره په همغږۍ په غیر منظمه کډوالۍ له قاچاقبر سره روان شو، خو د ایران ـــ افغانستان پر لار له جنسي ځورونې او ان په مرګ ګواښل شوی دی.

هغه پژواک ته وویل: ((له خپل تره سره پاکستان ته لاړم او له موږ سره ۱۴ نور کسان هم وو چې نه مې پېژندل، مشر کسان وو چې زه یې ډېر وځورولم، کله چې موټر حرکت وکړ زه یې د موټر له څنډې ونیولم او د موټر شاته یې وغورځولم او ډېر یې وځورولم، په اوږو مې کېناستل او راته ویل یې، تاهم وژنو او تره دې هم.))

د غیرمنظمې کډوالۍ د ستونزې د نوراغا په ځورولو پای نه مومي، بلکې ټول هغه ماشومان یا نوي ځوانان له یادو ستونزو سره مخ کېږي چې غواړي د غیرمنظمې کډوالۍ له لارې اروپايي هېوادونو یا ایران ته سفر وکړي.

 د سلیمان په نوم بل ماشوم چې ۱۵ کاله عمر لري د نورغا په څېر د غیرمنظمې کډوالۍ تجربه لري. سلیمان کیسه کوي چې نوموړی قاچاقبر د پاکستان له ګډې پولې ایران ته انتقال کړ او وروسته یې پرې شاوخوا درې میاشتې درانه کارونه وکړل.

سلیمان چې خپل کوچني لاسونه پر نرۍ ملا اېښي وو له اوښکو په ډکو سترګو وویل، اته کاله مخکې یې پلار له لاسه ورکړی او د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځي پرېيښی او ایران ته لاړ.

 د سلیمان په خبره، په ایران کې د درنو کارونو له امله اوس د ملا له درده ځورېږي.

سلیمان زیاته کړه، کله یې چې کورنۍ په یاد شي له سترګو یې اوښکې روانې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.