ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي : د کندوز په مرکز کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي

امنيتي چارواکي : د کندوز په مرکز کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
9 Jan 2020 - 13:56
امنيتي چارواکي : د کندوز په مرکز کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
9 Jan 2020 - 13:56

کندوز ښار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د کندوز په مرکز کې د هوايي بريدونو له امله اووه وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا وايي چې وژل شوي کسان د مدرسې زده کوونکي دي.

په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د مرکز اړوند چقور قشلاق سيمه کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ ټپيان شوي او څلور نور يې نيول شوي دي.

ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د نظامي کمېسيون د مسوول قاري منصور د مرکز په ګډون درې مرکزونه له منځه تللي دي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې افغان ځواکونو تېره شپه د کندوز په مرکز کې پر طالبانو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي، يو ټپى شوى او درې مرکزونه يې له منځه تللي دي.

دغه راز د چقور قشلاق يوه اوسېدونکي غلام محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې الوتکو بمبار کړى او جګړه هم شوې ده.

هغه وايي: ((د مرګ ژوبلې په اړه يې موږ معلومات نه لرو، خو تر سهاره جګړه وه.))

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه بريدونه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه امريکايي او حکومتي ځواکونو د کندوز په چقور قشلاق سيمه کې پر يوې مدرسې او د خلکو پر کورونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د يادې مدرسې شپږ زده کوونکي وژل شوي، يو يې ټپي شوى او د همدې سيمې د جامع جومات د امام په ګډون پنځه تنه يې له ځانه سره بيولي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.