ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: د سولې خبرې بايد د بهرنيو کړکېچونو قرباني نه شي

د پکتيا اوسېدونکي: د سولې خبرې بايد د بهرنيو کړکېچونو قرباني نه شي

author avatar
9 Jan 2020 - 15:16
د پکتيا اوسېدونکي: د سولې خبرې بايد د بهرنيو کړکېچونو قرباني نه شي
author avatar
9 Jan 2020 - 15:16

ګردېز (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨):د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې د سولې روانې خبرې بايد د بهرنيو کړکېچونو قرباني نه شي او حکومت او وسله وال طالبان دې په ياده پروسه کې له واقعي جديت او دقت څخه کار واخلي.

د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو ځينو قومي مشرانو، مېرمنو او ځوانانو په ګردېز کې د سولې په اړه په يوه جوړ شوي سمپوزيم کې وويل ټول افغانان پوه دي چې روانه جګړه د پرديو د ګټو لپاره ده او پر همدې اساس بايد وسله وال طالبان خپله د جګړې تګلاره بدله کړي.

قومي مشر حبيب الله مستان د افغانانو تر منځ د سولې خپلمنځي خبرې بنسټيزه چاره يادوي او وايي چې وسله وال طالبان بايد په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

مستان وايي: ((طالبان دې راشي، له خپلو افغانانو وروڼو سره دې کېني او دا مسله دې په خپله سره حل کړي. د امريکا په ګډون هېڅ بهرنی هېواد زموږ مسايل نه شي حل کولای.))

په دغه ناسته کې د پکتيا پوهنتون استادې نازدانه پکتياوال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ترهګرو پر ملاتړو ګاونډيو هېوادونو فشار راوړي او د کړکېچونو زياتېدو پر ځای دې د ثبات پر لارو، چارو تمرکز وکړي.

پکتياوال پژواک ته وويل: ((د دې لپاره چې دايمي سوله راشي او خلک مو نور ونه ځورېږي، نو وسله وال طالبان بايد اوربند وکړي، خپله ژمنتيا دې څرګنده کړي او مسايل دې په خبرو حل کړي.))

مدني فعاله صبرينا همت وايي، سولې ته هيله منه ده او دا هيله هم لري چې وسله وال طالبان به د هېواد اوسني ناوړه حالت او د افغانانو د سولې غوښتنې ته په درناوي د خپلې ادعا د اثبات لپاره هم د جګړې پر ځای سياسي لاره خپله کړي.

همت وايي: ((زموږ خويندو او وروڼو د سولې لپاره ډېره قرباني ورکړې او موږ بيا هم تيار يو چې د سولې راتلو لپاره د جمهوريت او خپلو حقونو او شته پرمختګونو په ساتلو کې هر ډول قرباني ورکړو.))

د چارو شنونکی واحدګل هاشمي وايي چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير وروستيو څرګندونو او حالاتو په افغان سوله کې د ګاونډيو هېوادونو مغرضانه لاسوهنې او په هغوی پورې د وسله والو مخالفينو تړلتيا پوره جوته کړه او په کار ده چې د نورو ناوړه پېښو د مخنيوي لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو باصلاحيته پلاوي د سولې رښتيني مذاکرات پيل کړي.

هاشمي وايي: ((د ګاونډيو هېواونو لاسوهنه بېخي ښکاره ده او ټول افغانان پرې پوهيږي. همدا د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنه ده چې په يو او بل نوم د جګړې د دوام هڅې کوي او په مستقيم ډول مخالفين تقويه کوي.))

د ياد پروګرام د جوړوونکې ادارې مسوول محمدجاوېد وردګ وايي، موخه يې د سولې پروسې په اړه د خلکو د نظرونو، هيلو او اندېښنو راټولول او په دې پروسه کې تر ښکېلو خواوو رسول دي.

وردګ هم د سولې اوسنی پړاو خورا حساس بولي او وايي چې افغان حکومت، متحده ايالات او وسله وال طالبان بايد ددې خبرو د منحل کېدو يا ناوړه اغېز مخه ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.