ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: هيله ده ایران د لوېدلې الوتکې د پېښې څېړنه کې له اوکراین سره همکاري وکړي

غني: هيله ده ایران د لوېدلې الوتکې د پېښې څېړنه کې له اوکراین سره همکاري وکړي

author avatar
9 Jan 2020 - 18:25
غني: هيله ده ایران د لوېدلې الوتکې د پېښې څېړنه کې له اوکراین سره همکاري وکړي
author avatar
9 Jan 2020 - 18:25

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٨): ولسمشر غني هيله ښودلې چې ایراني چارواکي به په ايران کې د اوکراين د لوېدلې مسافر وړونکې الوتکې د پېښې د څرنګوالي د تحقیقاتو او ارزولو په برخه کې له اوکراین سره همکاري وکړي.

ايراني رسنيو پرون خبر ورکړ چې په دې هېواد کې د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه په پلازمېنه تهران کې لوېدلې ده چې په دې پېښه کې د يوې ښځې په ګډون د لسو افغانانو د مړينې ترڅنګ ٨٢ ايرانيان، ٦٣ کاناډايان، ١١ د اوکراين، ١٠ د سويډن او ځيني د نورو هېوادونو اوسېدونکي وو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي نن د ټيلېفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د اوکرایني الوتکې د لوېدو په پېښه کې د لسو تنو افغانانو د وژل کېدو په اړه د خپلې همدردۍ او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او د افغان حکومت له لارې یې د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره هم غمشریکي وکړه.

سرچينه زياتوي، په دغه ټيلېفوني اړیکه کې د اوکراین جمهور رئیس وویل، موږ ایران ته تحقیقاتي ټیم استولى چې د دغې تراژيدۍ د پېښېدو څرنګوالی وارزوي او په ټینګار یې وویل، د اوکراین لومړیتوب دا دى چې یاده پېښه په شفافه او هراړخیزه توګه وارزول شي او په دغه تراژیدۍ کې نغښتي، لاملونه او حقایق روښانه شي.

سرچينه کاږي، جمهور رئیس غني د اوکراین جمهور رئیس ته د یادې الوتکې د رالوېدو او د اوکرایني او نورو هیوادونو د مسافرو د وژل کېدو په خاطر د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پر مهال وویل: "زما د تسلیت او غمشریکۍ مراتب د قربانیانو کورنیو او د اوکراین هوا پېژندنې ادارې ته هم څرګند کړئ."

ده زياته کړه، په ‌‌‌‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره چې په دغه دردناکه پېښه کې زموږ لس تنه هېوادوالو هم ژوند له لاسه ورکړی، هڅه کوي خپلوان یې پیدا، غمشریکي او مرسته ورسره وکړي.

غني هیله وښوده چې ایراني مقامات به د دغې پېښې د څرنګوالي د شفافو او واضح تحقیقاتو او ارزولو په برخه کې له اوکراین سره همکاري وکړي او موږ د دغې تراژیدۍ د حقایقو د موندلو او له موږ سره د موندنو د شریکولو په خاطر ستاسې له هڅو ډاډمن یو.

ده د دغه ټيلېفوني تماس په پای کې وویل، موږ هیله لرو چې اړوند ایراني چارواکي به تور بکس د ارزوونکو ټیمونو په واک کې ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.