ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د هېواد د وتلي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ دریېم تلین ونمانځل شو

لغمان کې د هېواد د وتلي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ دریېم تلین ونمانځل شو

author avatar
9 Jan 2020 - 20:17
لغمان کې د هېواد د وتلي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ دریېم تلین ونمانځل شو
author avatar
9 Jan 2020 - 20:17

مهترلام (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۸) : په لغمان ولایت کې د هېواد د وتلي تاریخ پوه پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ دریېم تلین ونمنځل شو.
په دې مراسمو کې د لغمان، ننګرهار او کونړ د والیانو سربېره د ولسي جرګې لومړي مرستیال، د ولسمشر سلاکارانو، د حسن کاکړ مېرمنې او د کورنۍ غړو، لسګونه ځوانانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو، ښځینه وو او ګڼ شمېرر فرهنګیانو برخه اخیستې وه.
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فیضان الله پټان له لوري د ښه راغلاست ترڅنګ د ارواښاد پوهاند حسن کاکړ په ژوند او کارنامو لنډ معلومات شریک کړای شول.
ورپسې دولسمشر محمد اشرف غني او د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار رالیږلي پیغامونه هم ولوستل شول.
د پوهاند حسن کاکړ د کورنۍ په استازولۍ د هغه مشر ځوی کاوون کاکړ د لغمان له والي او ټولو مسوولینو څخه مننه وکړه چې د پوهاند کاکړ دریم تلین ټولې چارې یې په خورا ښه ډول ترسره او په شانداره مراسمو سره ونمانځه.
هغه وویل، پلار یې په دې ولایت کې خاپوړي کړي او له خپلې سیمي او خاوري سره یې نهایت زیاته مینه درلوده، چې اوس مهال یې خلک له ګڼو اثارو څخه برخمن دي.
کاوون کاکړ د هېواد په کچه له ټولو ولسونو او فرهنګیانو څخه غوښتنه وکړه چې ددغه بنسټ په قوي کولو کې دې ورسره هر اړخیزه مرسته ترسر کړي.
د کاکړ د بنسټ استازي سلیمان خپلواک له لوري د ارواښاد پوهاند حسن کاکړ په ژوند او چارو باندې جوړه شوې لنډه ویډیو هم له ګډونوالو سره شریکه کړای شوه. هغه وویل، دغه بنسټ تر اوسه پورې لسګونه سیمنارونو د جوړیدو سربېره کتابونه او مقالې چاپ کړي او راتلونکي کې هم ورته نور بېلا بېلا پروګرامونه په پآم کې لري.
د پوهاند حسن کاکړ لور خوږې کاکړ له لوري د خپل پلار د ژوند او فن په چارو د هر اړخیزو معلوماتو د شرکېدو سربېره د کاکړ بڼ د جوړیدو په اړه هم د پرزنټیشن په مټ چمتو شوي معلومات شریک کړل.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ارواښاد حسن کاکړ هغه شخص یاد کړ چې د تاریخ په برخه کې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلي کړي دي. هغه وویل، د یوه هېواد د پرمختګ لپاره لازمه ده چې موږه تاریخ او تاریخ لیکونکي پیژندلي اوسي، ترڅو د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې نشو.
میاخیل وایي، ارواښاد حسن کاکړ د معاصر عصر یوه تر ټولو ستره او نه هېریدونکي اکاډمي وه او ورڅخه پآتې اثار به یې زموږه راتلونکي نسلونه لا د هېواد مینې ته وهڅوي.
په همدې حال کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل، حسن کاکړ تاریخ په برخه کې دومره سترې هڅې کړي چې هر اثر یې اوسني نسل ته د یوه پوهنتون په څېر ده.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني هم په خپلو خبرو کې پوهاند حسن کاکړ د تاریخ او فلسفې انسان روزنکی شخص یاد کړه او د هغه هڅې یې د ډیرې قدردانۍ وړ وبللې.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار هم د حسن کاکړ ټولې هغه هڅې چې د تاریخ، فلسفې او د اولادو په روزنه یې ترسره کړې د یوه ستر او عظیم انسان خطاب ورته وکړ.
د ولسمشر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون، د کاپل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپي او د ننګرهار پوهنتون پخواني رئیس ببرک میاخیل خبرې وکړې او د پوهاند کاکړ په ژوند، چارو او ترسره کړو فعالیتونو یې هر اړخیزې معلومات شریک کړل.
د افغانستان د وتلي تاریخ پوه ارواښاد پوهاند حسن کاکړ د دریم تلین د لمانځنې د مراسمو په وروستیو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ د مرکز او ختیځو ولایتونو له والیانو څخه مننه وکړه چې په دغو مراسمو کې یې ورسره برخه واخیسته.
نوموړي وویل، د هېواد له وتلو علمي، سیاسي، فرهنګي او تاریخي څېرو سره د زیاتې مینې او څه ناڅه د دوی د حق د اداینې په موخه یې په دې ولایت کې ګڼې سیمي د نوم وتو کسانو په نومونو نومولي دي.
ننګ زیاته کړه پوهاند حسن کاکړ د افغانستان ارزښت، غرور او د سیمې په کچه سیال کېدو ته خورا زیاتې هڅې کړي. نوموړي وویل، دی به هڅه وکړي چې په راتلونکې کې د پوهاند کاکړ په ژوند، لیکل شویو اثارو او نورو برخو علمي سیمنارونه جوړ کړي. د یادونې وړ ده چې پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ زيږديز کال کې د لغمان ولایت مرکز پورې اړوند پلوټي قريې د ډيوې کلي په یوې درنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې چې درې کاله وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.