د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له ايرانه راګرځول شوي ماشومان پر لارو بېلابېل ډول ځورول شوي

له ايرانه راګرځول شوي ماشومان پر لارو بېلابېل ډول ځورول شوي

Jan 09, 2020 - 18:03

هرات (پژواک ، ١٩ مرغومی ٩٨): ځینې ماشومان چې تازه له ایران څخه د هرات اسلام کلا ته بېرته راګرځول شوي د نامنظمو مهاجرتونو پر مهال پر لارو د ځورونو خبره کوي او وايي چې له غمه ډګ ژوند یې تجربه کړی دی.

د دوی په خبره، نوي ځوانان او ماشومانو د غیرې منظمې کډوالۍ پر مهال له جنسي خطر او ځينې وخت له مرګ سره مخ کېږي.

څوارلس کلن نوراغا چې د سرپل ولایت اوسېدونکی دی په لږ عمر ایران ته د څلور ځله غیر منظمې کډوالۍ ترخه خاطره لري.

نوراغا چې اوس د هرات ښار د انصار په نوم د کډوالو په یوه مېشت غالي کې اوسېږي وویل، دا څو ورځې مخکې د ایران د پولیس له خوا په غیرمناسب چلند د اسلام کلا له سرحد څخه افغانستان ته راګرځول شوی دی.

هغه کوچنۍ سترګې لري او پرمخ يې ټپونه په ښکاره د ایران د پولیسو وهلو ټکولو څرګندونه کوي.

نوراغا په لړزاندو شونډو ایران ته د خپل غیرمنظمې ګډوالۍ غمجنه کیسه کوي او وايي چې درې کاله مخکې یې د بېوزلۍ له امله له خپل تره سره په همغږۍ په غیر منظمه کډوالۍ له قاچاقبر سره روان شو، خو د ایران ـــ افغانستان پر لار له جنسي ځورونې او ان په مرګ ګواښل شوی دی.

هغه پژواک ته وویل: ((له خپل تره سره پاکستان ته لاړم او له موږ سره ۱۴ نور کسان هم وو چې نه مې پېژندل، مشر کسان وو چې زه یې ډېر وځورولم، کله چې موټر حرکت وکړ زه یې د موټر له څنډې ونیولم او د موټر شاته یې وغورځولم او ډېر یې وځورولم، په اوږو مې کېناستل او راته ویل یې، تاهم وژنو او تره دې هم.))

د غیرمنظمې کډوالۍ د ستونزې د نوراغا په ځورولو پای نه مومي، بلکې ټول هغه ماشومان یا نوي ځوانان له یادو ستونزو سره مخ کېږي چې غواړي د غیرمنظمې کډوالۍ له لارې اروپايي هېوادونو یا ایران ته سفر وکړي.

 د سلیمان په نوم بل ماشوم چې ۱۵ کاله عمر لري د نورغا په څېر د غیرمنظمې کډوالۍ تجربه لري. سلیمان کیسه کوي چې نوموړی قاچاقبر د پاکستان له ګډې پولې ایران ته انتقال کړ او وروسته یې پرې شاوخوا درې میاشتې درانه کارونه وکړل.

سلیمان چې خپل کوچني لاسونه پر نرۍ ملا اېښي وو له اوښکو په ډکو سترګو وویل، اته کاله مخکې یې پلار له لاسه ورکړی او د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځي پرېيښی او ایران ته لاړ.

 د سلیمان په خبره، په ایران کې د درنو کارونو له امله اوس د ملا له درده ځورېږي.

سلیمان زیاته کړه، کله یې چې کورنۍ په یاد شي له سترګو یې اوښکې روانې شي.

 هغه وویل: ((څنګه وکړم... کله به مې چې کورنۍ په یاد راغله ژړل مې، له خدای ج څخه له خپلې روغتیا د بل هېڅ شي سوال نه کوم، ځکه له دې وروسته غواړم د کار لپاره سعودي عربستان ته لاړ شم او د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړم او پیسې ورته ولېږم.))

 په افغانستان کې جګړه، بېوزلي او بېکاري ددې لامل شوې چې زیاتره کورنۍ ځوانان ان ماشومان په غیر منظمو ګډوالیو له خطره په ډکه لار روان کړي.

 په ورته وخت کې نوراغا او سلیمان د غیرمنظمې کډوالۍ پر مهال د ځورونې ترڅنګ وايي چې ډېری ماشومان او نوي ځوانان اروپايي هېوادونو ته د سفر پر مهال د ایران په اردوګاوو کې وهل کېږي او ټکول کېږي.

نوراغا وویل: ((په اردوګاه کې به یې موږ وهلو ټکولو، ډوډۍ او اوبه یې نه راکول او ډېر یې ځورولو، موږ درې ورځې په اردوګاه کې وو او په لغتو به یې وهلو، بدن مې له همدې امله ټپي دی.))

 سلیمان هم وویل: ((په ایران کې اصلا مسلماني نشته، بیرغ یې د مسلماني دی خو د اردوګاه په داخل کې مسلماني نشته.))

 په ورته وخت کې په هرات کې د بشري حقونو د سیمه ییز کمېسیون د ماشومانو د برخې مسوولې ملکې رسولي په غیر منظمو کډوالیو کې د ماشومانو په جنسي ځورونه اندېښنه څرګنده کړه او پژواک ته یې وویل، ځینې ماشومان د کډوالۍ له ترخو تجربو وروسته پر رواني ستونزو اخته کېږي.

 نوموړې وویل: ((څه موده مخکې یو شمېر ماشومانو ویل چې د اسلام کلا پر لار په «سفید سنګ» اردوګاه کې جنسي ځورول شوي وو او یو شمېر ماشومانو چې د ایراني پولیسو لاس ته ورشي جنسي ځورونه ورکول کېږي، که څه هم شمېر یې کم دی خو له دې مسالې شکایت کوي  او زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده.))

 بلخوا په هرات کې د  مهاجران انصار کمپ مسوول عین الدین اسلمي د غیر منظمې کډوالۍ پر مهال دماشومانو د یادو ستونزو په تایید پژواک ته وویل، دوی تر دې هم د ډېرو دردناکو پېښو شاهدان دي.

 هغه زیاته کړه: ((طبیعي ده موږ هم اورېدلي او موږ ته یې هم ویلي دي چې له قاچاقبرانو سره د تګ پر مهال د وهلو ټکلو ترڅنګ جنسي ځورونه ورکړل شوې ده او دا موضوع سمه ده.))

 په هرات کې د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو رییس احمد جاوېد نادم پژواک ته وویل، د روان لمریز کال له پیل راهیسې ۲۳۴۹ ماشومان له ایران څخه بېرته راګرځول شوي دي.

 خو نادم د ماشومانو د جنسي ځورونې ادعا رد کړه او زیاته یې کړه: ((له نېکه مرغه موږ سږ کال رسمي شکایت نه دی ترلاسه کړی او دا د ماشومانو ادعا ده چې پلټنې ته اړتیا لري.))

 په ورته وخت کې د هرات سیمه ییزه اداره وايي چې ددغه ولایت سرحدي سرتېرو ته امر شوی چې له قاچاقبرانو سره جدي چلند وکړي.

 د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر«I,O,M» د معلوماتو له مخې په وروستیو شپږو کلونو کې له هرو درېیو افغانانو څخه یو تن کډوالۍ ته مخه کوي چې ۴۸ سلنه یې ایران، ۳۱ سلنه پاکستان، ۹ سلنه عربستان او په همدې ترتیب المان، امریکا او انګلستان ته په غیر منظمه کډوالۍ ځي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement