د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

یو شمېر کسان د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې پر ځنډ او د هغو پر اداري پلاوو نیوکه کوي

یو شمېر کسان د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې پر ځنډ او د هغو پر اداري پلاوو نیوکه کوي

Jan 09, 2020 - 18:48

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۸): ځینو کسانو د ولایتي شوراګانو د پلاوي په ټاکلو او د یادو شوراګانو د ټاکنو پر ځنډولو نیوکه کوي او وايي چې دغه ځنډ د مالي امکاناتو د کموالي ترڅنګ د حکومت له سیاسي موخو د تعقیب له امله رامنځته شوی دی.

د هېواد د اساسي قانون په ۱۳۸ مه ماده کې راغلي چې په هر ولایت کې یوه ولایتي شورا جوړېږي، د ولایتي شورا غړي د قانون مطابق د نفوس په تناسب د ازادو، عمومي، سري او مستقیمو ټاکنو له لارې د ولایتي د اوسېدونکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

خو دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ولایتي شوراګانو درې دورې ټاکنې په داسې حال کې له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شوې دي چې ولسمشرۍ دوره پنځه کاله ده.

دغه راز د قانون له مخې، هر کال باید یو ځل د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شي، خو په تېرو درېیو دورو کې د ولایتي شوراګانو د څلورم کال اداري پلاوو په پنځم کال کې هم دنده ترسره کوله.

خو دا ځل د ولایتي شوراګانو ټاکنې له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره نه شوې او اړوندو مراجعو ځينې مسایل لکه د مالي سرچینو، وخت او فني امکاناتو کمښت د یادو شوراګانو د ټاکنو د نه ترسره کېدو لامل وباله.

د مشرانو جرګې غړي محمد رحیم حسنیار وویل چې په افغانستان کې د تازه حکومت له جوړېدو راهیسې سره له دې چې اساسي قانون د ولایتي شوراګانو لپاره څلور کلنه کاري موده په پام کې نیولې ده، د ولایتي شوراګانو ټاکنې تل پر ټاکلي وخت نه دي ترسره شوي.

ده زياته کړه: ((پر ټاکلي وخت د ولایتي شوراګانو د ټاکنو نه ترسره کېدل د قانون خلاف دي او کولای شي په ټولنه کې منفي اغېزې ولري، له بده مرغه په تېره دوره کې د ولایتي شوراګانو ټاکنې یو کال وځنډېدې او دا ځل معلومه نه ده چې څه وخت به ترسره شي.))

هغه د دې په روښانولو چې حکومت باید د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي، زیاته کړه، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل له اتیا میلیون ډالرو ډېرې پانګې ته اړتیا لري چې په اوسنیو شرایطو کې یې حکومت وړتیا نه لري.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزامحمد حقپرست پژواک ته وویل، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل د دغه کمېسیون د کار په دستور کې ځای لري او د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته به د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو کار پیل وشي.

هغه تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشاره چې تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوي، وویل، د ټاکنو قانون مطابق تر څو چې یو ټاکنیزو نظام پای ته نه وي رسېدلی، کمېسیون نه شي کولای نورې ټاکنې ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه کمېسیون د ولایتي شوراګانو د ترسره کېدو پر مهالوېش توافق ته نه دی رسېدلی، خو د یادو ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی.

د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د کړنلارې له مخې د یادو شوراګانو د اداري پلاوي کاري موده د هر کال د لړم په ۲۴ مه پای ته رسېږي او باید د اداري پلاوي ټاکنې د لړم په ۲۵ مه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي د ټاکنو د کړنلارې د پنځمې مادې په دویمه فقره کې راغلي: ((د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته د اداري پلاوي هر ډول تصمیم او اجراات قانوني اعتبار نه لري.))

د مشرانو جرګې غړي محمد رحیم حسنیار وویل، د معمول په څېر باید ولایتي شوراګانې د ټاکنو ته ترسره کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي، خو هر کال دې اداري پلاوی ټاکي.

همداراز په مشرانو جرګه کې د فراه خلکو استازي ګل احمد اعظمي وویل: «مخکې سیمه ییزو ارګانونو د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې د دغو شوراګانو د ټاکنو تر ترسره کولو پورې ځنډولې وې، اوس چې د دغو شوراګانو ټاکنې ترسره نه شوې، باید د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شي.»

نوموړي له سیمه ییزو ارګانونو وغوښتل څو ولایتي شوراګانو ته سپارښتنه وکړي چې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره کړي.

د مشرانو جرګې بل غړي جمعه الدین ګیانوال هم د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنو ځنډول غیرقانوني وبلل او د هغه په ژر ترسره کولو یې ټینګار وکړ.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید هم وویل، د ولایتي شوراګانو د پلاوي د ټاکنو ځنډول، د قانون نقض او د خلکو  او حکومتولۍ په زیان دي.

هغه ادعا وکړه چې حکومت دغه ټاکنې د سیاسي موخو لپاره ځنډولې دي.

نوموړي زیاته کړه: «زما په اند حکومت ډېر جنجالونه لري، له ډېری ولایتي شوراګانو غړو په کمپاین کې کار واخیستل شو او له همدې امله دوی ته اجازه ورکړل شوه څو په غیرقانوني ډول خپل کار پیل کړي.»

هغه د ولایتي شوراګانو کاري دوام غیرقانوني وباله او هرڅومره ژر چې وي، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی شو.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په ترسره کولو د ټینګار تر څنګ وویل چې حکومت له دې امله د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره نه کړې چې مالي امکانات نه لري او په دې اړه نړیواله ټولنه هم مرسته نه کوي.

خو په همدې حال کې، د کابل د ولایتي شورا رییس حاجي رحیم الله مجاهد وویل چې د ولایتې شوراګانو د غړو د کار دوام په اړه باید ملي شورا پرېکړه وکړي او که د ولایتي شوراګانو د کار دوره تمدید شي، نو د اداري پلاوي ټاکنې به ترسره شي؛ بې له دې د هغه ترسره کول د قانون او طرزالعمل خلاف دي؛ ځکه چې د ولایتي شوراګانو کاري دوره پای ته رسېدلې ده.

له پرله پسې اړیکو سره سره بریالي نه شو چې په دې اړه د سیمه ییزو ارګانونو نظر ولرو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement