ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر کسان د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې پر ځنډ او د هغو پر اداري پلاوو نیوکه کوي

یو شمېر کسان د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې پر ځنډ او د هغو پر اداري پلاوو نیوکه کوي

author avatar
9 Jan 2020 - 18:48
یو شمېر کسان د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې پر ځنډ او د هغو پر اداري پلاوو نیوکه کوي
author avatar
9 Jan 2020 - 18:48

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۸): ځینو کسانو د ولایتي شوراګانو د پلاوي په ټاکلو او د یادو شوراګانو د ټاکنو پر ځنډولو نیوکه کوي او وايي چې دغه ځنډ د مالي امکاناتو د کموالي ترڅنګ د حکومت له سیاسي موخو د تعقیب له امله رامنځته شوی دی.

د هېواد د اساسي قانون په ۱۳۸ مه ماده کې راغلي چې په هر ولایت کې یوه ولایتي شورا جوړېږي، د ولایتي شورا غړي د قانون مطابق د نفوس په تناسب د ازادو، عمومي، سري او مستقیمو ټاکنو له لارې د ولایتي د اوسېدونکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

خو دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د ولایتي شوراګانو درې دورې ټاکنې په داسې حال کې له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره شوې دي چې ولسمشرۍ دوره پنځه کاله ده.

دغه راز د قانون له مخې، هر کال باید یو ځل د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شي، خو په تېرو درېیو دورو کې د ولایتي شوراګانو د څلورم کال اداري پلاوو په پنځم کال کې هم دنده ترسره کوله.

خو دا ځل د ولایتي شوراګانو ټاکنې له ولسمشرۍ ټاکنو سره یو ځای ترسره نه شوې او اړوندو مراجعو ځينې مسایل لکه د مالي سرچینو، وخت او فني امکاناتو کمښت د یادو شوراګانو د ټاکنو د نه ترسره کېدو لامل وباله.

د مشرانو جرګې غړي محمد رحیم حسنیار وویل چې په افغانستان کې د تازه حکومت له جوړېدو راهیسې سره له دې چې اساسي قانون د ولایتي شوراګانو لپاره څلور کلنه کاري موده په پام کې نیولې ده، د ولایتي شوراګانو ټاکنې تل پر ټاکلي وخت نه دي ترسره شوي.

ده زياته کړه: ((پر ټاکلي وخت د ولایتي شوراګانو د ټاکنو نه ترسره کېدل د قانون خلاف دي او کولای شي په ټولنه کې منفي اغېزې ولري، له بده مرغه په تېره دوره کې د ولایتي شوراګانو ټاکنې یو کال وځنډېدې او دا ځل معلومه نه ده چې څه وخت به ترسره شي.))

هغه د دې په روښانولو چې حکومت باید د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي، زیاته کړه، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل له اتیا میلیون ډالرو ډېرې پانګې ته اړتیا لري چې په اوسنیو شرایطو کې یې حکومت وړتیا نه لري.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزامحمد حقپرست پژواک ته وویل، د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل د دغه کمېسیون د کار په دستور کې ځای لري او د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته به د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو کار پیل وشي.

هغه تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشاره چې تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوي، وویل، د ټاکنو قانون مطابق تر څو چې یو ټاکنیزو نظام پای ته نه وي رسېدلی، کمېسیون نه شي کولای نورې ټاکنې ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه کمېسیون د ولایتي شوراګانو د ترسره کېدو پر مهالوېش توافق ته نه دی رسېدلی، خو د یادو ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی.

د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.