ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سمنګان کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Jan 2020 - 16:18
په سمنګان کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Jan 2020 - 16:18

ايبک(پژواک، ٢٠ مرغومى  ۹۸): د سمنګان مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه  تېره ورځ ورځ د سمنګان –بلخ پر لويه لار د حضرت سلطان ولسوالۍ د عزنيګک په سيمه کې رامنځته شوې ده .

ده زياته کړه چې پېښه د کرولا او تېلر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده .

نوموړي وويل چې په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي او د يادې پېښې په تړاو د ټېلر موټر چلوونکى نيول شوى دى.

 د سمنګان د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر مقبل عزيزي پژواک ته وويل چې ددغې پېښې ټپيان دغه روغتون ته راانتقال شوي او د يوتن روغتيايي حالت خراب و چې هغه حوزوي روغتون ته انتقال شوى دى.

دده په خبره، د پېښې زيانمن ځوانان دي چې عمرونه يې له ٢٠تر ٣٠ کلونو پورې اټکليږي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.