ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې درې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

په لغمان کې درې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
10 Jan 2020 - 12:06
په لغمان کې درې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
10 Jan 2020 - 12:06

جلال اباد ( پژواک، ۲۰ مرغومی ۹۸ ) : د لغمان په مرکز او الیشنګ ولسوالۍ کې دڅه کم ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت درې ښوونځي له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دښارجوړونې او ځمکوالۍ ریيس وفیع الله اسحازوی وویل چې دلومړي ځل لپاره په لغمان کې دقطعات پیش ساخت یا له وړاندې جوړ شوي درې ښوونځي دڅه کم دوه شپېته میلونه افغانیو په لګښت چې دافغانستان انکشافي بودیجي څخه ورکول شوي ،درې ښوونځي چې یو یې دوطن ګټو په سیمه کې چې یو پوړ، دالیشنګ قلعټک دوه پوړه او مرکز علي خېلو په سیموکې یو پوړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

هغه وایي، په دغو درې واړو ښوونځیو کې ټولې هغه اړتیاوې چې د اوسني عصر غوښتنه ده په پام کې نیول شوي او د نهو میاشتو په موده کې یې د ساختمان چارې بشپړې شوې دي.

د لغمان د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي له لوري له ولایتي ادارې څخه مننه وشوه چې تل یې د زده کوونکو دسرپنا د ستونزې په حل کې هر اړخیزې مرستې ترسره کړې دي.

هغه وایي، دغه ډول ودانیو سره د دوی تدریسي چارې خورا چټکې او تر ډېره د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې حل شوې وي.

بل لورته د کور او ښارجوړونې وزارت دبېلابیلو برخو ریيسانو په خپلوخبروکې وویل چې دغه ډول ښوونځي یوازې په څوولایتونو کې په پلان کې و چې یو په کې لغمان و، نوموړو دیادو ښوونځیو پرکیفیت او ارزښت هم خبرې وکړې او ويې ویل چې ټولې اړتیاوې په کې په نظرکې نیول شوې دي.

دغه راز د لغمان والي محمد اصف ننګ دیادوو ښوونځيو دګټې اخیستنې په مراسموکې دا یو نیک اقدام وباله ويې ویل : لومړی باید ټولنه له زده کړو برخمنه شي او وروسته بیا اصلاحات خپله رامنځ ته کېږي.

نوموړي په خپلو خبروکې له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي ، ترڅو راتلوونکې ټولنه له شته بدبختیو وژغول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.