ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې ده

author avatar
11 Jan 2020 - 15:11
author avatar
11 Jan 2020 - 15:11

کندهار (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۸): د کندهار په دواب ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې پر مهال یې دوه پولیس وژل شوي او بلخوا بیا په ډنډ ولسوالۍ پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې ده.

پېښه نن سهار وختي د یادې ولسوالۍ په دواب سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پنجوايي ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو نن سهار وختي د دې ولسوالۍ په دواب سیمه کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، د دواړو لورو ترمنځ یو ساعت جګړه شوې چې پر مهال یې د محمد داود او شېرمحمد په نومونو دوه پولیس وژل شوي دي.

د یادې شوې سرچینې په خبره، په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېره یې معلومه نه ده.

امنیتي ارګانونو او وسله والو طالبانو په رسمي توګه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ لور ته د ٢٥ کيلومترو په واټن پرته ده چې تر ډېره امنه ولسوالي ګڼل کېږي خو کله کله په کې ورته بریدونه ترسره کېږي.

بلخوا نن سهار د ډنډ ولسوالۍ د حقداد کارېز په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه زغره وال موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

یوه امنیتي سرچینه پېښه تاییدوي خو وايي نور معلومات نه لري چې په دې پېښه کې بهرینو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته تاييد کړه چې په ډنډ ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د ګزمې پر يو موټر چاودنه شوې ده، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په دې چاودنه کې یې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یوې چاودنې په وسیله یې د بهرنیو ځواکونو زغره وال موټر ویجاړ کړی او په کې سپاره ټول سرتېري یې وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.