ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران کې د الوتکې لوېدو له پېښې وروسته د افغانستان پر فضا الوتنې ۲۵ سلنه ډېرې شوې

ایران کې د الوتکې لوېدو له پېښې وروسته د افغانستان پر فضا الوتنې ۲۵ سلنه ډېرې شوې

author avatar
11 Jan 2020 - 15:47
ایران کې د الوتکې لوېدو له پېښې وروسته د افغانستان پر فضا الوتنې ۲۵ سلنه ډېرې شوې
author avatar
11 Jan 2020 - 15:47

کابل (پژواک، ۲۱مرغومى ۹۸): د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره ایران کې د اوکراینی الوتکې لوېدو ته په اشارې وایي، سیمه کې له وروستیو جنجالونو وروسته د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتکو تېرېدنه ۲۵ سلنه ډیره شوې ده.

یوه اوکراينۍ الوتکې تېره چهارشنبه تهران کې د امام خميني له هوايي ډګره له الوتنې څو دقيقې وروسته په هوا کې اور واخیست او را ولوېده.

د راپورونو له مخې، د دغې الوتکې د عملې او مسافرو په ګډون ١٧٦ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په دغو کسانو کې چې ډېر یې ایرانیان او کاناډیان دی، لس افغانان هم شامل دي.

ایران ویلي چې دغه الوتکه یې په تېروتنې سره ویشتلې ده.

دا په داسې حال چې تر دې مخکې د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې مشر سلیمان قاسمی عراق کې د امریکا متحده ایالتونو په برید کې ووژل شو او وروسته ایران په عراق کې امریکایي هډه په نښه کړه.

د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې پرخپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان له هوایي حریم څخه د الوتکو تېرېدنه ۲۵ سلنه ډېره شوې ده.

د ملکي هوايي چلند ادارې عوایدو رئیس محمد امان مطهري وايي، مخکې په هرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۵۰ الوتکو د افغانستان پر هوایي حریم تګ راتګ کاوه، خو اوس دغه شمير ۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

یاده اداره وایي، چې د ملکي هوایي چلند نړیوال سازمان (ایکاو) او نړیوال هوايي ټرانسپورټ (آیاتا) ادارې د افغانستان په ګډون د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د هوايي الوتنو د تېرېدنې په برخه کې خپل فضايي حریمونه د نورو پروازونو لپاره چمتو کړي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداري، د افغانستان له هوایي حریم څخه د هغو الوتکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته چمتووالی ښودلی چې د ایران او فارس خلیج په فضا کې یې د امنیتي ګواښونو له امله خپله مسیر بدل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د راپور له مخې، د افغانستان ملکې هوايي چلند ادارې، د تېر کال عواید څه باندی ۷.۲ میلیارده افغانیو ته رسیدلي، خو د پروازونو پر مخ د پاکستان د هوایي حریم تړلو له امله د وړم کال په پرتله ۱۱ سلنه کم شوي دي.

پاکستان وروسته له هغه چې له هند سره یې اړیکې ترینګلې شوې، د روان لمریز کال له لومړیو د چنګاښ تر ۲۵ مې الوتکو ته له خپل هوایي حریم څخه د تېرېدو اجازه نه ورکوله.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکي وایي هیله مند دي چې په روان مالي کال کې د دغې ادارې د عوایدو کچه لوړه شي. هغوی وایي چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.