ترینکوټ (پژواک، ٢١ مرغومی ۹۸): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د سولې ولسي حرکت له خوا په جوړه شوې لویه ولسي غونډه کې ګډونوالو د جګړې پر ښکېلو خواوو د اوربند غږ وکړ.
دغه غونډه چې پرون له غرمې وروسته د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې جوړه شوې وه، په کې سلګونو اروزګانانيانو او د سولې ولسي حرکت غړو برخه اخيستې وه.
د سولې ولسي حرکت یوه استازي حاجي محمد نیکزاد پژواک ته وویل، اروزګان ته یې د راتګ او د غونډې جوړېدو موخه له ښکېلو خواوو د اوربند او تل پاتې سولې غوښتنه ده.
نېکزاد وایي، څه باندې یو کال مخکې د هغوی ولسي حرکت د جګړې پای ته رسېدو لپاره له هلمنده حرکت پیل او د هېواد تر ډېرو ولایتونو پورې يې خپل پيغام ورساوه.
د هغه په وينا، په روانه جګړه کې ښکېلي خواوې دې د خپلو شخصي موخو ترلاسه کولو لپاره د سولې په هڅو کې خنډ نه جوړوي.
د ولسي حرکت دغه غړي یو ځل بیا د جګړې د درېدلو او سولې راتګ غوښتنه وکړه.
د اروزګان قومي مخورو او دیني عالمانو هم د سولې ولسي حرکت له خوا په دې غونډه کې له افغان دولت او طالبانو وغوښتل چې نور افغان وژنه ودروي او سولې ته غاړه کېږدي.
دیني عالم مولوي حمدالله وویل، د جګړې ښکېلې خواوې دې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او سوله دې وکړي.
هغه وایي، اروزګان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په کې دواړو غاړو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ملکیانو هم زیان لیدلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن