جلال اباد (پژواک ۲۱ مرغومی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، اتمه ناحيه کې د جوړېدونکي څلوېښت متره سړک په اوږدو کې تخريبېدونکي کورونه او ځمکې بايد استملاک او خلکو ته يې بديل پيسې ورکړل شي.
دوی وايي، که حکومت يې د ځمکو په بدل کې پيسې نه ورکوي، نو دوی به ياد سړک ته د جوړېدو اجازه ورنکړي.
د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند د بهسودو پل څخه د بهسودو ولسوالۍ تر عبدالخېلو تنګي پورې د څلوېښت متره سړک جوړېدو چارې چې له کلونو راهيسې ټکنۍ روانې وې او په دې وروستيو کې يې کارونه يو څه چټک شوي دي، خو خلک وايي، د نقشې خلاف روانې دي.
د اتمې ناحيې اړوند د کلا جانان خان سيمې يو شمېر اوسېدونکي نیوکه کوي، چې ګواکې دغه سړک د نقشې خلاف جوړېږي چې په جوړېدو سره يې د دوی قانوني ځمکې او جوړ شوي کورونه له منځه ځي.
د سيمې يو اوسېدونکي صابرالله پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم کورونه چې په دغه سړک کې تخريبيږي، خلک يې بې وسه دي؛ بايد ورته هم بديل ځای او هم د ابادۍ لپاره پيسې ورکړل شي.
هغه زياته کړه: ((ټولې شخصي ځمکې دي قوالې (قبالې) لري، دولت نه موږ دا غوښتنه کوو، که په ځمکه دا نقشه تېرېږي، ډېره ښه ده، که وايي، دا جي پي اس نه منظم شوې، نو مهرباني دې وکړي، هر کور دې استملاک کړي، موږ ته دې نغدې پيسې راکړي.))
د سيمې يو قومي مشر غلام رباني وايي، په نوي جوړېدونکي سړک کې ۱۲۰ کورونه تخريبيږي او شاوخوا ۶۰ جريبه ځمکه له منځه ځي چې ټولو ته لومړی بايد بديل ورکړل شي او بيا وروسته د سړک چارې مخته لاړې شي.
نوموړي وويل: ((تر دې سړک لاندې ۱۲۰ کورونه راځي چې صرف ساختماني تکليف يې ۸۰۰ميليونه افغانۍ راځي، ۶۰ جريبه ځمکه تخريبېږي، هر جريب ۱۲ نه تر ۱۳ زره ډالر قېمت لري، که دا قېمت ورکولی شي، موږ اجازه ورکوو، که نه هېڅ اجازه نه ورکوو.))
خو د ننګرهار د سړکونو د ساتنې او څارنې ادارې رييس حامد ضياء پژواک ته وويل، چې د استملاک قانون مشخص دی او هره هغه ځمکه چې تخريبيږي، بديل او کورونو ته په بدل کې پيسې ورکول کېږي.
دی وايي، نقشه هېڅ نه ده بدل شوې او دا چاره ځکه امکان نه لري چې جوړه شوې نقشه وزارت، ولايت، رياست او شرکت ټولو سره موجوده وي چې تغيير يې د وزيرانو شورا له منظورۍ پرته هېڅ امکان نه لري.
د معلوماتو له مخې، د عبدالخېلو دا څلوېښت متره سړک چې د ټولګټو وزارت له لوري یې د جوړېدو کارونه پيل شوي و، ۳۰ سلنه کار يې تکميل شوی دى.
ياد سړک ۱۲۰۵ متره اوږدوالی لري او ۱۵۲۰ ميليونه افغانۍ پرې لګښت راځي چې په جوړېدو سره به يې د ننګرهار د ښېوې او دره نور ولسواليو پر خلکو سربېره د کونړ او نورستان خلکو تګ راتګ ته هم اسانتيا برابره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن