ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې پلاوى د قيصاري پر کور عمليات او د بلخ ناامني څېړي

د ولسي جرګې پلاوى د قيصاري پر کور عمليات او د بلخ ناامني څېړي

author avatar
11 Jan 2020 - 18:45
د ولسي جرګې پلاوى د قيصاري پر کور عمليات او د بلخ ناامني څېړي
author avatar
11 Jan 2020 - 18:45

مزارشريف (پژواک ۲۱مرغومی، ۹۸): مزارشريف کې د نظام الدين قيصاري پر کور د وروستيو عملياتو او د بلخ د ناامنيو څېړلو په موخه د ولسي جرګې اته کسيز پلاوی بلخ ته رسېدلی دی.

دغه پلاوي د مرغومي په ۲۱مه، د بلخ ولايتي شورا له غړو سره په ګډه ناسته کې وويل، چې په څو ورځو کې به د قيصاري پر کور د عملياتو تر شا پراته عوامل د افغانستان له خلکو سره شريک کړي.

د ياد پلاوي مشر خان آغا رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نظام الدين قيصاري پر کور د امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي عمليات لا هم ګونګ دي.

هغه زياته کړه، د مزارشريف ښار دننه په دومره پراخه کچه عمليات او همدا راز د يوه سيمه ييز قومندان پر کور د هوايي بريدونو ترسره کولو په اړه د افغانستان خلک وضاحت غواړي. په دې برخه کې يې څېړنې پيل کړي، خو تر اوسه يې د بلخ له امنيتي چارواکو سره نه دي کتلي.

د ده په وينا، د دغې پېښې تر شا پراته حقيقتونه به له خلکو سره شريکوي.

رضايي په دې تړاو زياتې څرګندونې له وخت وړاندې وبللې، خو زياته يې کړه چې د دوی د تحقيق په پايله کې به معلومه شي، چې د يادې پېښې تر شا سياسي لاسونه وو او که نه.

د ولسي جرګې يوه بل غړي سيد ظاهر مسرور پژواک ته وويل، چې مزارشريف کې د قيصاري فعاليتونو خلک اندېښمن کړي وو.

هغه زياته کړه، د بلخ خلک د قيصاري له کړنو څخه راضي نه وو او هغه يې ناقانونه ګڼلې، خو زياتوي چې د قيصاري پر کور دا ډول عملياتو سره هم خلک موافق نه وو.

مسرور همدا راز په وروستيو مياشتو کې د بلخ ولايت نا امنيه کېدل هم د پوښتنې وړ وبلل او د دغه  ولايت امنيتي منسوبين يې په ناغېړۍ تورن کړل.

هغه زياته کړه، حکومت بايد د بلخ امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي، مزارشريف ښار کې د نفوس زياتېدل او همدا راز د امنيتي پرسونل د تشکيلاتو کمښت د امنيتي پېښو او جرايمو د زياتېدو لوی لامل دی.

ده وويل، مرکزي حکومت بايد د بلخ وضعيت ته په کتو دغه ولايت کې د پوليسو او نورو امنيتي څانګو تشکیلات لوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.