د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا ولايتي شورا اوس مهال ښځينه غړي نه لري

د پکتيکا ولايتي شورا اوس مهال ښځينه غړي نه لري

Jan 11, 2020 - 13:25

ښرنه (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): د پکتيکا ولايتي شورا يوې غړې په تحصيلي اسنادو کې د جعل له امله او بلې ولسي جرګې ته د نوماندېدو په ترڅ خپل غړيتوب له لاسه ورکړى دى.

د پکتيکا ولايتي شورا په ټوليزه توګه نهه غړي لري چې دوه يې ښځې او پاتې نور يې نارينه دي.

د دې شورا غړې حنيفې کټوازۍ د دوولسم ټولګي په اسنادو کې د جعل په تور او بلې غړې دينا صاحبزۍ ولسي جرګې ته د نوماندېدو په ترڅ کې خپل غړيتوب له لاسه ورکړى دى.

د ټاکنو کمېسيون د طرزالعمل له مخې، هر هغه څوک چې ځان د ولسي جرګې او يا هم نورو پوستونو ته کانديدوي، بايد له مخکنۍ دندې استعفا ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مرستيال يعقوب خان منظور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ولايتي شورا غړې حنيفې کتوازې د دولسم ټولګي په اسنادو کې د ستونزو له امله په شورا کې خپل غړيتوب له لاسه ورکړى دى.

هغه وايي: ((په دغه ولايت کې د ښځو د تعليم کچه ټېټه ده نو ځکه يې په اسنادو کې هم ستونزې پيدا کيږي.))

ده وويل، دا مهال د پکتيکا ولايتي شورا ښځينه غړي نه لري چې له امله د شورا په غونډو کې د ښځو اړوندې ستونزې هم نه مطرح کېږي.

دغه راز د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بې بي حوا خوشيوال هم تاييد کړه چې د دغه ولايت ولايتي شورا ښځينه غړې نه لري.

هغې وويل: ((پخوا ښه و، دغو ښځو له موږ سره ډېره همکاري کوله، د ښځو د حقونو لپاره پوره مبارزه کوله خو اوس ولايتي شورا هېڅ ښځينه غړي نه لري.))

دې غوښتنه وکړه چې له اصولو سره سم بايد ولايتي شورا ته نوي ښځينه غړې معرفي شي.

د اصولو له مخې، کله چې د ولايتي شورا کوم غړى استعفا ورکړي، مړ شي او يا هم په صعب العلاجه ناروغې اخته شي نو پر ځاى یې هغه کس شورا ته د غړي په توګه معرفي کيږي چې په ټاکنو کې يې تر نورو ډېرې رايې ترلاسه کړي وي.

د اړوندې موضوع په اړه حنيفې کټوازۍ پژواک ته وويل چې د سليقوي چلند له مخې له ولايتي شورا څخه ايستل شوې ده.

هغې وويل: ((د وخت رييس ته مې رايه ور نه کړه هغه راباندې د جعلي اسنادو عريضه وکړه چې له امله يې په ولايتي شورا کې ما خپل غړيتوب له لاسه ورکړ او څارنوالۍ هم راته د يوه کال بند او اته سوه زرو افغانيو د جريمې غوښتنه کړې ده.))

نوموړې د اسنادو د جعل په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې د جرګې د ټولو غړو تحصيلي اسناد دې وڅېړل شي.

په ورته وخت کې د نوموړې خاوند معلم زمرک پژواک ته وويل چې حنيفې کټوازې تر دې وړاندې دوه ځلې د ولايتي شورا غړې پاتې شوې ده.

ده وويل: ((که اسناد يې جعلي واى نو ولې په تېرو دوه ځلې دغه مسئله نه مطرح کېده خو اوس په دې کار کې د وکيلانو مستقيم لاس دى.))

بل لور ته د پکتيکا د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ګډون د دې شورا نورو غړو هر يو عزيز عزيز، مبين فقيرزاده او نعمت الله ببري په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه او ويې ويل که چيرې په دې اړه څه و وايي نو دوى ترمنځ خپلمنځي اختلافات را پيدا کيږي.

همدارنګه د پکتيکا د ولايت مقام هم په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement