د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل- هرات لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

د کابل- هرات لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

Jan 11, 2020 - 13:49

کندهار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هرات - کندهار پر لويه لاره د سوداګرو او ټرانسپورتي شرکتونو ستونزو ته له رسېدنې وروسته ياده لاره بېرته خلاص شوه.

ياده لاره څه موده مخکې يو شمېر سوداګرو او د ترانسپورتي شرکتونو مسوولینو په لاره کې د ناقانونه پیسو اخیستنې غبرګون کې تړلې وه.

د ياد وزارت له خوا د مرغومي په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال مل پاسوال خوشحال سعادت د کابل – هرات لویې لارې د وضعیت ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

سرچينې زياته کړې، سعادت د کابل – هرات پر لویه لار له سوداګرو او د ترانسپورتي شرکتونو له مسوولینو سره چې د بډې اخیستلو ادعا یې کړې وه او له همدې امله یې پر اعتصاب لاس پورې کړی و، وکتل.

نوموړي د سوداګرو او اړوند برخو مسوولینو شکایتونه او اندېښنې واورېدې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې امنیت ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه کېږي او هر هغه کس چې پر دې لویه لار د بار وړونکو موټر چلوونکو د کار پر وړاندې خنډ رامنځته کوي، قانوني او جدي چلند به ورسره کېږي.

د کندهار- هرات لارې يوه موټر چلوونکی اسدالله وايي، له دوو اوونیو احتجاج وروسته یې لار پرانیستې او پر دې لار د بار وړونکو موټرو تګ راتګ پيل شوی دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، سلګونو موټر چلوونکو له دوی پر دغه لار د پولیسو او طالبانو له خوا په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو په غبرګون کې احتجاج کړی و او لار یې تړلې وه.

دی وايي، چارواکو ورسره ژمنه کړې چې نور به پر دې لار نه ځورول کېږي.

ده زیاته کړه، د کندهار- هرات پر لویه لاره د پولیسو هره پوسته له موټر چلوونکو پیسې اخلي، که يې ور نه کړي؛ نو په ساعتونو یې درولي وي، وهي او ډبوي یې او په سپکو سپورو یې رټي.

اسدالله وايي: ((پر هره پوسته له بار وړونکي موټرو له ۲ تر ۵ او ۶زره افغانۍ پورې په زور اخيستل کېږي،  له بلې خوا طالبان هم د ګمرک په نوم له هر موټر چلوونکي له ۵ تر ۳۵زره افغانۍ د محصول په نوم اخلي.))

د ده په خبره، پولیس او طالبان دواړه یو شان موټر چلوونکي ځوروي او دغه وضعیت دوی اړ کړل چې احتجاج وکړي.

نوموړي وویل، څه موده مخکې یې انځر بار کړي وو، د فراه رود په ساحه کې د طالبانو دوه ساعته درولی و، اخر يې په عذر او زاریو هغوی ته ۶ زره افغانۍ ورکړې، ځکه هغوی ډېرې ورڅخه غوښتلې.

دی وايي، پر دغه لار موټر چلوونکي له سختو ستونزو کړېږي او تمه یې دا ده لکه څنګه چې چارواکو ژمنه کړې، پر دې لار نور ونه ځورول شي.

د حاجي سید محمد په نوم د کندهار یو سوداګر وايي، د لارې بندېدو له امله په کندهار کې د سون توکو په ګډون د ډېرو توکو بیې لوړې شوې وې.

دی هم وايي چې د کندهار- هرات پر لویه لار موټر چلوونکي هومره ځورول کېږي او پیسې ورڅخه اخیستل کېږي چې هم یې دوی او هم یې سوداګر اړ کړي څو له سوداګرۍ لاس پر سر شي.

د ده په خبره، پولیس یوازې پر وارداتي توکو نه، بلکې پر کورنیو تولیداتو هم چې له کندهاره هرات او یا له هغه ځایه کندهار ته راوړل کېږي، له موټر چلوونکو پیسې اخلي.

دی هم وايي چې چارواکي دې له دوی سره خپلې ژمنې عملي کړي او پر دې لار دې نور موټر چلوونکي نه ځورول کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement