کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): که څه هم طالبانو رد کړې ده چې د کوېټې په چاودنه کې يې څوک نه دي وژل شوي، خو سرچينې وايي چې د طالبانو د قاضي القضات د کورنۍ ځيني غړي وژل شوي دي.
دا چاودنه پرون ماښام د بلوچستان ايالت د مرکز کوېټې ښار د اسحاق اباد سيمې د يوې مدرسې په جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال وشوه.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په دې چاودنه کې د پوليسو د يو افسر په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او ٢١ نور ژوبل شوي دي.
افغان خبريال سميع يوسفزي چې له طالبانو سره له نږدې اړيکې لري، د مرغومي په ٢١مه په ټويټر کې ليکلي چې د پوليسو افسر امان الله هلته نږدې کور دى او د لمانځه لپاره هر وخت ياد جومات ته ورته.
هغه زياته کړه چې چاودنه د طالبانو د سترې محکمې د رييس قاضي القضات مولوي شيخ عبدالحکيم په مدرسه کې شوې ده.
يوسفزى وايي، نوموړى د چاودنې پر مهال په جومات کې نه و، خو ورور يې وژل شوى او زوى يې سخت ټپي دى.
په کوېټه کې مېشت يو افغان چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د طالبانو د کوېټې شورا د غړي ملا ګل اغا ورور، د طالبانو د مالي کمېسيون د مشر ملا صمد ثاني وراره او يو شمېر نورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې چاودنه کې د طالبانو د سترې محکمې د رييس دوه زامن سخت ټپيان شوي دي.
د کوېټې د ملکي روغتون له خوا د ټپيانو او وژل شوو کسانو په خپاره شوي لېست کې هم دوه کسان د عبدالحکيم زامن ښودل شوي چې په پېښه کې ټپيان شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي په ټويټر کې ليکلي چې په ياده پېښه کې د دوى اړوند کسانو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن