ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږکال په دایکنډي کې د زعفرانو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي دي

سږکال په دایکنډي کې د زعفرانو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي دي

author avatar
11 Jan 2020 - 16:56
سږکال په دایکنډي کې د زعفرانو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي دي
author avatar
11 Jan 2020 - 16:56

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومى ۹۸): د دایکنډي د کرنې ریاست په دغه ولایت کې تر تېر کال د زعفرانو د حاصلاتو د ۳۰ سلنه ډېروالي خبر ورکوي او وايي، له هر جرېب ځمکې څخه یې ۱.۵ کیلو ګرامه زعفران ترلاسه کړي دي.

د دغه ولایت د کرنې رییس عبدالواحد فېروزي پژاک خبري اژانس ته وویل چې د دایکنډي زعفرانو د سږ کال ټول حاصلات، ۱۵۰ کیلوګرامه کېږي؛ خو تېر کال ۹۰ کیلوګرامه حاصلات ترلاسه شوي وو.  

د ده په خبره، د زعفرانو په کښت کې د بزګرانو پوهاوی، د اوبو او هوا مساعدول او د زعفرانو پیازو ته د دوی لاسرسی، په دغه ولایت کې د زعفرانو د بوټي د ډېرېدو لامل ګرځېدلى دى.

هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت د ټولو لسو ولسوالیو له ډلې یوازې په (اشتر او سنګ تخت) ولسوالیو کې د زعفرانو کښت د ودې وړ نه دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې بزګرانو وکولای شول له هر جرېب څخه ۱.۵ کیلوګرامه زعفران ترلاسه کړي.

دى وايي: «موږ په دغه ولایت کې د زعفرانو د تولیدوونکو ټولنه جوړه کړه چې د دغه نبات تولیدوونکو او مارکېټ ترمنځ د وصل ټکی وګرځي او سږ کال موږ ۵۰ سلنه زعفران یوازې له دایکنډي ولایت څخه صادر کړل او ۵۰ سلنه نور تولید شوي زعفران په همدغه ولایت کې وپلورل شول او د دایکنډي زعفران په بهرنیو بازارونو کې ښه بازار لري چې د دایکنډي یو کيلو ګرام زعفران له دایکنډي پرته په نورو بازارونو کې په ۲۰۰ زره افغاني پلورل شوي دي.»

همداراز په دایکنډي کې یوه بزګر غلام حیدر احمدي پژواک ته وویل: «مخکې له دې مو کوکنار کرل. په وروستیو کلونو کې د زعفرانو کښت کوو او ښه حاصل اخلو چې سږ کال مې نږدې دوه کیلو حاصل واخیست.»

یوه بل بزګر باقر رضایي وویل، ځمکه یې لږ وه او د نورو نباتاتو له کښت څخه یې نه شوای کولای د ژوند ستونزې یې حل کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د خدای په فضل، سږ کال مو یوه نیمه کیلو زعفران راټول کړل، چې له دوه لکه مو زیاتې افغانۍ لاسته راوړې.»

له دې سره په دایکنډي کې بزګران وایي، د زعفرانو د پياز کموالی او د دغه نبات د کښت په اړه د خلکو لږ پوهه، هغه ستونزې دي، لکه څومره چې تمه کېده؛ زعفرانو هغه ډول وده نه ده کړې.

دایکنډي هغه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي يې د کرنې له لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي؛ خو د کرنې نه مکانیزه کېدل، وچکالي، د بزګرانو د پوهاوي کموالی او د کرنیزو توکو د محصولاتو د پروسس فابریکو او یخو خونو نشتوالی، هغه څه دي چې بزګرانو ته یې اقتصادي زیان رسولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.