غزني- کندوز (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): حکومتي چارواکي وايي، په غزني کې دوه پاڅون کوونکي او کندوز کې شپږ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې مخکې د قره باغ ولسوالۍ دوه پاڅون کوونکو پرته له دې چې خپل نور ملګري په جريان کې کړي، د غزني ښار پر لور يې حرکت کړي دي.
د ده په وينا، کله چې دغه پاڅون کوونکي د يادې ولسوالۍ باران کلا سيمې ته رسيږي، طالبان يې له موټر ښکته کوي او ترمنځ يې لفظي شخړه کېږي.
ده وويل: ((تر لفظي شخړې وروسته طالبان پرې ډزې کوي او دواړه ځاى پرځاى وژني.))
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل چې د وژل شويو کسانو جسدونه تر غرمې پورې په سيمه کې پراته وو.
نوموړي زياته کړه: ((هېڅوک د طالبانو له وېرې نږدې نه شي ورتللى چې جسدونه پورته کړي، په واورو کې پراته دي.))
دغه راز د يوه بل خبر له مخې، په کندوز کې شپږ طالبان وژل شوي دي.
کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال هادي جمال پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په اقتاش ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان ملا خليل په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، د همدې عملياتو په لړ کې جنګل باشي، غارچي، جنت باغ، لرخابي او کابل قشلاق سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
ده زياته کړه، د عملياتو په ترڅ کې د طالبانو پنځه پټنځايونه، يو ارتباطي تونل او ٥١ ماينونه هم له منځه وړل شوي دي.
د يادو دواړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن