ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې درې پوليس ووژل شول

لښکرګاه کې درې پوليس ووژل شول

author avatar
11 Jan 2020 - 20:02
لښکرګاه کې درې پوليس ووژل شول
author avatar
11 Jan 2020 - 20:02

لښکرګاه (پژواک ٢١ مرغومى ٩٨): د هلمند مسوولين وايي چې په لښکرګاه کې د چاودنې له امله درې سرتېري وژل شوي دي.

د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د شهيد غلتان پارک ته څېرمه پوسته کې شوې ده.

ده زياته کړه، په چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د چاودنې څرنګوالۍ تراوسه نه دى معلوم، خو په سيمه کې تحقيقيات ټيم بوخت دى چې دقيق معلومات به يې په اړه وروسته په ډاګه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.