ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او کونړ کې ٦٥٢ کيلو ګرامه چرس نيول شوي

ننګرهار او کونړ کې ٦٥٢ کيلو ګرامه چرس نيول شوي

author avatar
11 Jan 2020 - 16:54
ننګرهار او کونړ کې ٦٥٢ کيلو ګرامه چرس نيول شوي
author avatar
11 Jan 2020 - 16:54

اسعد اباد، جلال اباد (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): امنيتي منسوبينو په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې څو سوه کيلو ګرامه چرس نيولي دي.

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال شفيق الله سهار د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو له يوه هينو موټر څخه ۴۱۲ کيلو ګرامه خام چرس چې تر خښتو لاندې يې په بوجيو کې ځاى پر ځاى کړي وو، ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، په دې تور يو تن نيول شوى چې دا چرس يې له ننګرهار څخه کونړ ته لېږدول.

د ده په وينا، دغه چرس د څوکۍ ولسوالۍ د سپين جومات په سيمه کې نيول شوي دي. 

په ننګرهار کې بيا پوليسو ۲۴۰ کیلو ګرامه خام چرس له لېږدوونکي سره یو ځای نيولي دي.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، د امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار په اوومې ناحیې سیمه کې د پلټنو پر مهال په هینو موټر کې ځای پر ځای شوي ۲۴۰ کیلو ګرامه خام چرس له لېږدوونکي او هینو سره یو ځای ونیول .

سرچينې زياته کړې، نیول شوي کس د نشه یې توکو په لېږد اعتراف کړی او ترې لا زیاتې څېړنې جریان لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.