ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- هرات لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

د کابل- هرات لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
11 Jan 2020 - 13:49
د کابل- هرات لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
11 Jan 2020 - 13:49

کندهار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د هرات - کندهار پر لويه لاره د سوداګرو او ټرانسپورتي شرکتونو ستونزو ته له رسېدنې وروسته ياده لاره بېرته خلاص شوه.

ياده لاره څه موده مخکې يو شمېر سوداګرو او د ترانسپورتي شرکتونو مسوولینو په لاره کې د ناقانونه پیسو اخیستنې غبرګون کې تړلې وه.

د ياد وزارت له خوا د مرغومي په ٢١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال مل پاسوال خوشحال سعادت د کابل – هرات لویې لارې د وضعیت ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

سرچينې زياته کړې، سعادت د کابل – هرات پر لویه لار له سوداګرو او د ترانسپورتي شرکتونو له مسوولینو سره چې د بډې اخیستلو ادعا یې کړې وه او له همدې امله یې پر اعتصاب لاس پورې کړی و، وکتل.

نوموړي د سوداګرو او اړوند برخو مسوولینو شکایتونه او اندېښنې واورېدې او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې امنیت ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه کېږي او هر هغه کس چې پر دې لویه لار د بار وړونکو موټر چلوونکو د کار پر وړاندې خنډ رامنځته کوي، قانوني او جدي چلند به ورسره کېږي.

د کندهار- هرات لارې يوه موټر چلوونکی اسدالله وايي، له دوو اوونیو احتجاج وروسته یې لار پرانیستې او پر دې لار د بار وړونکو موټرو تګ راتګ پيل شوی دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، سلګونو موټر چلوونکو له دوی پر دغه لار د پولیسو او طالبانو له خوا په ناقانونه توګه د پیسو اخیستلو په غبرګون کې احتجاج کړی و او لار یې تړلې وه.

دی وايي، چارواکو ورسره ژمنه کړې چې نور به پر دې لار نه ځورول کېږي.

ده زیاته کړه، د کندهار- هرات پر لویه لاره د پولیسو هره پوسته له موټر چلوونکو پیسې اخلي، که يې ور نه کړي؛ نو په ساعتونو یې درولي وي، وهي او ډبوي یې او په سپکو سپورو یې رټي.

اسدالله وايي: ((پر هره پوسته له بار وړونکي موټرو له ۲ تر ۵ او ۶زره افغانۍ پورې په زور اخيستل کېږي،  له بلې خوا طالبان هم د ګمرک په نوم له هر موټر چلوونکي له ۵ تر ۳۵زره افغانۍ د محصول په نوم اخلي.))

د ده په خبره، پولیس او طالبان دواړه یو شان موټر چلوونکي ځوروي او دغه وضعیت دوی اړ کړل چې احتجاج وکړي.

نوموړي وویل، څه موده مخکې یې انځر بار کړي وو، د فراه رود په ساحه کې د طالبانو دوه ساعته درولی و، اخر يې په عذر او زاریو هغوی ته ۶ زره افغانۍ ورکړې، ځکه هغوی ډېرې ورڅخه غوښتلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.